Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د کابل د سقوط خیالونه، د پخوانیو سیاستوالو دروغجنې وعدې
    تورې څېرې

    د کابل د سقوط خیالونه، د پخوانیو سیاستوالو دروغجنې وعدې

    صابر افغانصابر افغان23 اپریل 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوریت مات شوي سیاستوال د سرپرست حکومت پر وړاندې د خپلو مشرانو په یو کولو کې له پرله پسې ناکامیو وروسته، اوس په پوچو وعدو د خپلو پلویانو د بوخت ساتلو هڅه کوي.

    دا کسان، په تېره بیا د مخالفو ډلو پیژندل شوې څهرې، په فریبکارانه وعدو لاس پورې کړی څو په خپلو پلویانو کې د سرپرست حکومت د سقوط په اړه اوازې خپرې کړي.

    خو حقیقت دا دی چې د سرپرست حکومت له واکمنۍ د دې درېو کالو او څه مودې په ترڅ کې، دا سیاستوال ان په خپلو منځونو کې یوه تفاهم ته هم ونه رسېدل، دا خو پر ځای پرېږده چې د افغانستان د مقتدر اسلامي حکومت پر وړاندې رښتینی ګواښ جوړ کړي. د دې تیاره سابقه‌لرونکو څېرو لخوا د حکومت د زوال ادعا، یوازې خیال او د ساده خلکو تېر ایستل دي.

    سرپرست حکومت په ټول هیواد کې د امنیت په ټینګولو او د غلا او اختطاف د بانډونو په له منځه وړلو سره، د افغانانو په زړونو کې ځای نیولی دی. اوس، د هغو کسانو له خوا د دې حکومت د سقوط ادعا کېږي چې د هغوی د نوم په اورېدو سره د هغوی د واکمنۍ د دورې بې نظمي، غلا او چور په یاد راځي، او دا ادعا یوازې د هغوی د ذهني تخیلاتو پایله ده.

    ځکه چې دا څېرې د پوچو او بې مانا شعارونو پرته بل څه د وړاندې کولو لپاره نلري؛ نه غیرتي افغان ملت ورسره مل دی او نه هغه باداران چې د کلونو راهیسې یې د غلامۍ پټۍ په غاړه ورته اچولې وه.

    افغان ملت هېڅکله هېر کړي نه دي چې دوی په خپله واکمنۍ کې څنګه د غلا او اختطاف د بانډونو په فعالولو سره خپل ځوانان له منځه یوړل او بې شمیره ارمانونه یې خاورو ته وسپارل.

    نن ورځ، خلک په حقیقي ډول په ټول هیواد کې په آرامۍ او امنیت کې ژوند کوي او د هر ډول فتنې په وړاندې چې وغواړي دا امنیت ترې واخلي، به ودریږي.

    پخواني سیاستوال باید پوه شي چې د دوکې، چل او دروغو وخت تېر شوی دی. اوس خلک پوه شوي او ښه پوهیږي چې پوچې وعدې نشي کولی د دوی ماتې پټې کړي او په حقیقت پرده واچوي. ستاسو خبرې په حقیقت او صداقت په تله کې تلل کیږي او په ننني بازار کې هېڅ پېرودونکی نلري. خپل ځانونه په مغالطو مه ستړي او مه سرګردان کوئ.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ایران او امریکا تخنیکي غونډه راتلونکې شنبې ته وځنډول شوه
    راتلونکي مقاله کندوز کې پر ۳۰۰۰ جریبه ځمکه بيرته راستنېدونکو ته د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې

    مربوطه لیکنې

    پرځېدلی جمهوریت له افغان هویت د منکرینو، جاسوسانو او جنګ سالارانو د مجموعې په توګه

    20 جولای 2025

    جعلي اتلان، تاریخي تحریف او د پخوانيو چارواکو د ځان ستاینې لړۍ

    19 جولای 2025

    له نړۍ ناهیلي مخالفین د اختلاف او لار ورکۍ په ګرداب کې

    14 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسانو ته…

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،920 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.