Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د کابل ـ کوالالامپور ترمنځ به اړیکې د پخوا ډېرې پیاوړې شي
    افغانستان

    د کابل ـ کوالالامپور ترمنځ به اړیکې د پخوا ډېرې پیاوړې شي

    صابر افغانصابر افغان24 اپریل 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    مالیزیا د لومړي وزیر استازې په ډاکټرې شاه‌زلینا په مشرۍ پلاوي په کابل کې له بېلابېلو مسوولینو سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا یې خبرې کړې دي.

    د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د مالیزیا لومړي وزیر د استازې په مشرۍ د مالیزیا د لومړي وزیر د دفتر، دفاع، کورنيو او بهرنیو چارو وزارتونو له استازو سره په سپېدار ماڼۍ کې یې لیدلي دي.

    له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د مالیزیا لومړي وزیر استازې ویلي، د مالیزیا لوړ پوړي چارواکي د افغانستان په هکله مثبت نظر لري او حاظر دي چې له افغانستان اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.: «پر اسلامي امارت د بنديزونو باوجود افغانستان په ځینو برخو کې ښه پرمختگونه کړي، خو له بده‌مرغه نړیوالې رسنۍ په افغانستان کې د لاسته راوړنو د پیکه کولو هڅه کوي.»

    په خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي، چې دغه ډول ناستې به د کابل ـ کولالمپور ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړې.:«د افغانستان عیني شرایط او وضعیت د هغه څه خلاف دي چې غربي رسنۍ یې په هکله په خپلو راپورونو کې يادونه کوي، ځکه ځینې کړۍ د افغانستان پرمختگ او ارامي نه‌شي زغملی.»

    نوموړي ویلي، اسلامي امارت په افغانستان کې بشپړ امن حاکم کړی، له همدې امله مالیزیايي پانگه‌الو ته په هېواد کې د پانگونې بلنه ورکوي، ترڅو د سوداگرۍ سربېره د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو سبب هم شي.: «اسلامي امارت دا مهال له تېر حکومت څخه په میراث له ورپاتې فقر سره مبارزه کوي څو د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راشي، خو په دې برخه کې د نړیوالو همکاریو ته هم اړتیا لیدل کېږي.»

    یاد پلاوي په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم لیدلي دي.

    له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان او مالیزیا د ولسونو او حکومتونو ترمنځ شته دیپلو ماتیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړېکې د لا پراخوالي په حال کي وبللې او د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت، د بشري مرستو په ځانگړي ډول د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مالیزیا له مرستو مننه وکړه.:«افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډگر کې متوازن او اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي. له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له گاونډيو او سيمه‌ييزو هېوادونو سره يې ښې اړيکې ټينگې کړې دي.»

    په دې لیدنه کې د مالیزیا استازې ویلي، مالیزیا هوډ لري چې د افغان دیپلوماتانو لپاره د لنډ مهاله روزنیزو پروگرامونو د تنظیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د روزنیزو پروگرامونو، د افغان ملکي خدمتونو د کارکوونکو لپاره د محاسبې او پراختیا او په دې برخه کې د مسلکي پروگرامونو د تنظیم په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

    مخکینۍ مقالهکورنیو چارو وزارت: په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۵۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کروندو پاکه کړې ده
    راتلونکي مقاله په هرات کې زلزله‌ځپلو ته ۷۳ نوي کورونه وسپارل شول

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي ترکیه کې له خپل سوریایي سیال اسعد حسن الشیباني سره کتلي

    21 جون 2025

    د سټنډرډ عالي شوری د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

    21 جون 2025

    د سرپرست حکومت د مشرتابه په حکم یو لړ نوې ګومارنې ترسره شوې

    21 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    د ايران تسنيم اژانس خبر ورکړی، چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې موساد ته د جاسوسۍ…

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.