Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د کابل له مرکزي محبسه ۴۰۶تنه ازاد شوي دي
    افغانستان

    د کابل له مرکزي محبسه ۴۰۶تنه ازاد شوي دي

    صابر افغانصابر افغان7 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، د ا.ا.ا. د امیرالمؤمنین شېخ القران و الحدیث مولوي هبة الله “اخندزاده” (حفظه‌الله) په شفقت د ۱۴۴۵ه ق کال د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر په مناسبت د عفوې او تخفیف په موخه د زندانونو چارو د سمون ادارې د اړوند زندانیانو د صادر شوي فرمان له مخې ۴۰۶ تنه خوشې شوي دي.

    له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، له دې ډلې۳۳۸ یې نارینه محبوسین، ۴۰ یې ښځینه محبوسینې او ۲۸ تنه یې ماشومان محجوزین وو.

    په خبرپاڼه کې له خوشې شوو کسانو غوښتل شوي، څو په راتلونکې کې داسې کړنې ترسره نه کړي چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې د اصولو خلاف وي او بیا یې د زنداني کېدو لامل وگرځي.: «د دغې فرمان له مخې هغه محبوسين او محجوزين چې د حق‌العبدۍ مسوولیت يې نه درلود، د خپل قيد ډېره موده يې تېره کړې وه او د اصلاح نښې په کې ليدل شوې وې، د سزا د عفوې او تخفيف وړ وگڼل شول.»

    د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال حبیب الله بدر له رسنیو وغوښتل چې هڅه دې وکړي د زندانونو په اړه دې بې‌بنسټه خبرونه نه خپروي.:«په افغانستان کې شته ټولې ملي او نړیوالې رسنۍ هر کله کولای شي چې له زندانیانو سره له نږدې وگوري، د هغوی حال و پوښتي او کره ریپوټونه پرې جوړ کړي.همدا اوس تاسو کولی شئ دغه محوبسین او محجوزین چې نن د عفوې او تخفیف په فرمان کې داخل او خوشې شول، زموږ له حضور پرته او له زندانه بهر ترې د زندان د وضعیت او د مسوولینو د چلند په اړه پوښتنه وکړئ او زه ډاډه یم چې مثبت ځواب به درکړي»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد شمېر محبوسین او محجوزین چې د سزا د عفوې او تخفيف په دې فرمان کې شامل وو، د روڼ بهیر په ترڅ کې یې ځینې خوشې شول او د ځینو په حبس او حجز کې کموالی راغی.: «دا لړۍ همدا اوس د هېواد په ټولو زندانونو کې روانه ده او له مخې به یې لیستونه د زندانونو چارو د سمون ادارې سره شریک او له اختر وړاندې به خوشې شي.»

    مخکینۍ مقالهمالیې وزارت: پرو سږکال د هېواد سترو گمرکونو چارو ۸،۲ سلنه پرمختگ کړی
    راتلونکي مقاله لوگر کې د څلورو تاریخي ابدو ترڅنگ، شپږ لرغونې سیمې او ۱۹ تاریخي کلاگانې کشف او ثبت شوې

    مربوطه لیکنې

    د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۸ مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

    13 اپریل 2026

    افغان ځواکونو د کونړ منورې ولسوالۍ کې پر فرضي کرښه د پاکستاني ملېشو پر یوې پوستې ځوابي بریدونه کړي

    13 اپریل 2026

    افغان ځواکونو کونړ کې پر فرضي کرښه د پاکستاني ملېشو پر یوې پوستې ځوابي برید کړی

    13 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 13 اپریل 2026

    تېرو ۴۰ ورځو کې پر لبنان د اسرائیلو بریدونو کې نږدې ۴۰زره کورونه ویجاړ کړي

    د لبناني رسنیو د راپورونو له مخې، صهیونیستي رژیم په تېرو ۴۰ ورځو کې د…

    نایجریا کې د غلو او کلیوالو ترمنځ نښته کې ۲۱ تنه وژل شوي

    13 اپریل 2026

    صهیونیستي رژیم له ایران سره په جګړه کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلی

    13 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېرو ۴۰ ورځو کې پر لبنان د اسرائیلو بریدونو کې نږدې ۴۰زره کورونه ویجاړ کړي

    13 اپریل 2026

    نایجریا کې د غلو او کلیوالو ترمنځ نښته کې ۲۱ تنه وژل شوي

    13 اپریل 2026

    صهیونیستي رژیم له ایران سره په جګړه کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلی

    13 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،176 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.