د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی چې، د دغه ولایت د والي ملا امینالله عبید په مشرۍ د مرکزي ولایتونو والیانو، امنیه قومندانانو، د استخباراتو رئیسانو او د لواګانو مسئولینو د همغږۍ لا زیاتوالي په موخه غونډه کړې.
د خبر له مخې، په دغه غونډه کې د نشهيي توکو د کښت، قاچاق او د پیر او پلور مخنیوي سربېره د امنیت په لا ښه ټینګښت او نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې ده چې، د غونډې ګډونوالو د امنیتي وضعیت د لا ښه والي پر تدابیرو خبرې کړي ترڅو د عامو خلکو د هوساینې لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.