د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل دروازو د کنټرول منسوبينو د کابل ښار پلچرخي دروازه کې د ۵۱۵۴ عدده ټابليټ K ګولیو د چاقاق له مخنيوي خبر ورکوي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزي معينيت خبرپاڼه وايي چې د ياد معينيت د ځانګړو قطعاتو ریاست اړوند د کابل دروازو د کنټرول قومندانۍ منسوبینو لخوا تيره ورځ د یو لړ پلټونکو عملیاتو په پایله کې د کابل ښار پلچرخي دروازه کې د تلاشۍ پرمهال دوه کسان له ۵۱۵۴ عدده ټابلیټ K ګولیو سره، چې په سراچه موټر کې یې په ماهرانه ډول ځای پر ځای کړې وې او غوښتل یې چې قاچاق یې تر سره کړي یوځای نیول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د کابل په شمول د هېواد په ټولو لويو لارو کې د نشه يي توکو د قاچاق جدي څارنه او کشف روان دی چې په ترڅ کې یې د لوړ شمېر نشه يي توکو د قاچاق مخه نيول شوې.