د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ښاریانو ته یې د ښاري او ټولنیزو آساتیاوو رامنځته کولو په موخه، د شپاړلسمې ناحیې اړوند په ۱۱م او ۱۹م ګذر کې د کوڅو او فرعي سړک جوړولو چارې بشپړې کړې دي.
د مسوولینو په خبره په ۱۱م ګذر کې کوڅې په ټولیزه توګه ۸۳۴ متره اوږدوالی له ۴ څخه ۴.۵ مترو پورې سور لري او په ۱۹م ګذر کې فرعي سړک، ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري چې د جوړولو چارې یې په ټولیزه توګه د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴ میاشتو په موده کې د کابل ښاروالۍ او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته بشپړې شوې دي.