د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوولسمې ناحیې په ۲۸، ۳۰ او ۳۱م ګذر کې د سړک او کوڅو جوړولو (۳) پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
کابل ښاروالۍ همدارنګه زياتوي چې دغه پروژې د ۱۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شوې.
په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکو د يادو پروژو پر پلي کېدو خوښي ښيي او هيله څرګندوي چې په راتلونکي کې دې هم د دې ناحیې په هغو سيمو کې چې له ښاري اسانتياوو بې برخې دي، ورته پروژې پلې شي.
دغه راز خلکو ژمنه کړې، چې له کابل ښاروالۍ سره به د نویو جوړو شویو سړکونو او کوڅو په ساتنه کې مرسته وکړي.کابل ښاروالۍ په وروستیو درې کلونو کې په خپلو بې ساري فعاليتونو او اقداماتو کې ځانګړی نوم ګټلی، او د کابل ښار د ښکلي کېدو پراخېدو او پخېدو په پار یې سلګونه پروژې په لاره اچولې دي.