Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د کاتولیک پاپ په مړینه ویر؛ د مقاومت جبهې پټه څهره
    لیکني

    د کاتولیک پاپ په مړینه ویر؛ د مقاومت جبهې پټه څهره

    عمران آغاعمران آغا26 اپریل 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ځینې خلک په ټولنیز ژوند کې ډیرې څهرې لري، خو همېشه هڅه کوي هغه څهره وکاروي چې د خلکو په وړاندې د خوښې وړ وي، په پای کې یوه ورځ خپله اصلي څهره په داسې ځای کې څرګندوي چې د دوی له ځانه جوړ شوی نوم او شهرت خراب او د دوی د شخصیت اصلیت پکې ښکاره کېږي.

    د مقاومت جبهې مشران هر وخت ځانونه هېوادپال او د خلکو د ملاتړو په څېر ښیي او د خلکو د ضایع شویو حقونو د دفاع چیغې وهي. دوی ځانونه د افغانستان یوازیني رښتیني مدافعین ګڼي چې باید په قدرت کې وي، نظام جوړ کړي، هېواد ته پرمختګ ورکړي او خلکو ته د ښه ژوند لارې چارې پیدا کړي.

    خو دا ډله هېروي چې افغانستان اوس داسې رښتینو خلکو ته اړتیا لري چې په رښتیا هېواد پال او زړه سواند وي، نه داسې کسانو ته چې له پردیو سره تړلي وي او د دوی فکري باورونه له داسې افکارو څخه سرچینه اخلي چې د افغانستان له اسلامي عقایدو او ولسي افکارو سره په ټکر کې وي.

    لیدل کېږي چې د دې ډلې مشران ځینې وختونه په پوهه او یا ناپوهۍ کې خپله اصلي څهره ښکاره کوي او خپل واقعیت په رسنیو کې وړاندې کوي. په داسې حال کې چې دوی لا هم په دې باور دي چې خلک په دومره کمزوریو، فکري او سیاسي تړاوونو برسېره بیا هم دوی جدي ګڼي او ملاتړ یې کوي. خو حقیقت داسې نه دی او هیڅکله به د دوی دا هیلې رښتینې ونه ګڼل شي.

    د تیرې دوشنبې په ورځ، د کاتولیکانو مذهبي مشر فرانسیس وفات شو. د هغه تر وفات وروسته د نړۍ مشران، نړۍوالې ادارې او غربي شخصیتونه د تسلیت پیغامونه ورلېږي او د شنبې ورځې یې د جنازې مراسمو ته د ګډون لپاره چمتو شول.

    د دې تسلیتونو په لړۍ کې مقاومت جبهې هم خپل د تسلیت پیغام خپور او غبرګون یې وښود. د تسلیت په پیغام کې یې راغلي دي: «موږ کاتولیکانو ټولنې ته د پاپ فرانسیس د مړینې تسلیت وړاندې کوو. هغه یو لوی شخصیت و چې د دینونو ترمنځ د خبرو اترو فضا یې پیاوړې کړه او په نړۍواله کچه یې د شفقت او تفاهم کلتور ترویج کړ. بشریت ته به د هغه کړي خدمتونه د تل لپاره یاد پاتې شي».

    په داسې حال کې چې دا ډله غواړي د یوې داسې ټولنې رهبري په لاس کی واخلي چې مسلمانه، اسلام‌ پاله او اسلامي اصولو ته ژمنه ده؛ داسې ټولنه چې وګړو یې څو ځله د دین او اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره جهاد کړی، قرباني یې ورکړې، له خپل مال او ژوند څخه تېر شوي ترڅو دین یې خوندي پاتې شي.

    داسې دوه ګونې څهرې او له غرب سره اړیکې ښيي چې د مقاومت جبهې او دوی ته د ورته ډلو مشران پرته له بهرني ملاتړ څخه خپل اهداف نشي ترلاسه کولی. دا ډلې نه یواځې له غرب سره تړاو لري، بلکې همېشه د اسلام د دښمنانو د خرابو برنامو او توطیو د پلي کولو وسیلې پاتې شوي دي. د پاپ د مرګ په اړه همدردي څرګندول ښيي چې د دې ډلې فکر د اسلامي اُمت د درد په ځای، صلیبي کلتور او غرب ګرايي ته ډېر مایل دی.

    په حقیقت کې د مقاومت جبهه او ورته ډلې اکثراً د سیاسي تبلیغاتو او پردیو ګټو وسیلې دي؛ دوی له د اسلامي ارزښتونو یواځې د شعار په توګه کار اخلي، خو په عمل کې د استعمار او کفر د ګټو لپاره حرکت کوي. د پاپ په مړینه د تسلیت پیغام دا ښیي چې دوی نه د مسلمانانو له درد څخه خبر دي او نه د اسلامي امت د رنځ احساس ورته کېږي، بلکه دوی پردي کلتور او غربي فکر ته ژمن دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهکویټه کې پر پوځي کاروان د بلوڅ بېلتون پالو بمي برید؛ ۱۰ پاکستاني پوځیان پکې هلاک شوي
    راتلونکي مقاله رويټرز: د پاکستان او هند په کړکېچ کې د هندي هوايي شرکتونو سفر اوږد شوی او ميليونونه روپۍ زيان وراوښتی

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو ځالې د له منځه تلو په حال کې دي

    19 اگست 2025

    د افغان حکومت مخالفین د پاکستان په غېږ کې

    19 اگست 2025

    له هېواد بهر مدني بنسټونه؛ د بهرنیو استخباراتو د فشار وسیله

    16 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 19 اگست 2025

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر: نه کوم بندي لرو او نه د پردیو په اشارو وژل کېږو؛ د پیاوړي او متحد نظام څښتنان یو

    د رئيس‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد خپلواکۍ د…

    د ملي دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد: موږ په يوه پېړۍ کې درې ځله ازادي اخيستې ده،‏ دا اخري ځل ازادۍ ته باید دا زمینه برابره نه کړو چې خدای مکړه، له لاسه یې ورکړو

    19 اگست 2025

    د مخالفو ډلو ځالې د له منځه تلو په حال کې دي

    19 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر: نه کوم بندي لرو او نه د پردیو په اشارو وژل کېږو؛ د پیاوړي او متحد نظام څښتنان یو

    19 اگست 2025

    د ملي دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد: موږ په يوه پېړۍ کې درې ځله ازادي اخيستې ده،‏ دا اخري ځل ازادۍ ته باید دا زمینه برابره نه کړو چې خدای مکړه، له لاسه یې ورکړو

    19 اگست 2025

    د مخالفو ډلو ځالې د له منځه تلو په حال کې دي

    19 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،000 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،947 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،967 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.