د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي چې، د دې وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره کتلي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته تعلقاتو او همکاریو د پیاوړتیا سربېره؛ په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان کارګرو د ستونزو او ننګونو په هکله هر اړخيزې خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د سعودي عربستان سفیر خپلو خبرو کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړيکې تاريخي بللي او زياته کړې یې ده چي، سعودي عربستان هوډمن دی ترڅو د افغانستان اسلامي امارت سره يادې اړیکې په اقتصادي، تجارتي، سياسي ډګرونو کې لا زياتې پياوړې شي.