د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا عبدالطيف منصور د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست وزیر ملا هدايت الله بدري سره د کتنې پر مهال د کاني زېرمو له عوایدو څخه د اوبو او برېښنا د بندونو د جوړولو په برخه کې د کانونو د کړنلارې مطابق د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د کانونو او پټروليم وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي پر دې سربېره په دې کتنه کې د هېواد د کاني زېرمو د ښه مدیریت، پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو خبرې شوي.