د کانونو او پترولیم وزیر ملا هدایتالله بدري صاحب په مشرۍ د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي روسیې ته د سفر په ترڅ د دغه هېواد د انرژۍ فورم کې ګډون کړی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي، چې یاده غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون د یاد هېواد لوړپوړو چارواکو، د ۵۵ هېوادونو د انرژۍ سکټور مسولینو او د لویو نړیوالو شرکتونو ګڼ شمېر مسولینو ګډون کړی وو.
د ښاغلي افغان په خبره د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د یادې غونډې په څنډه کې د یو شمېر نړیوالو شرکتونو له مسولینو سره هم کتلي او هغوی ته یې بلنه ورکړې، چې د افغانستان په نفتو او ګازو پانګونه وکړي.
د يادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له بيا رسېدو راوروسته چې هېواد له بشپړ امنيت برخمن دی افغانستان ته په کور دننه او د باندې پانګوالو پام راوښتی او په ميلياردونو ډالر پانګونه شوې.