اوبو او انرژۍ وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د کاپیسا د باغدرې بند د امکان سنجي، جیوفزیک او جیوتخنیک د مطالعاتو په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت او د مس عینک قراردادي شرکت ( ام.سي. سي – جه.سي. ال) ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د خبرپاڼې پر بنسټ دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو په غونډه کې د مس عینک پروژې د اړتیا وړ برېښنا د چمتوکولو په برخه کې د باغدرې بند د ارزښت یادونه شوې او ټینګار شوی، چې د باغدرې بند د پروژې پلي کول به د افغانستان او چین ترمنځ د ګډو همکاریو په برخه کې یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه وي.