Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د کب لسمه؛ په معاصر تاریخ کې د افغان ویاړلي ولس د بلې سترې کارنامې زرین باب!
    لیکني

    د کب لسمه؛ په معاصر تاریخ کې د افغان ویاړلي ولس د بلې سترې کارنامې زرین باب!

    صابر افغانصابر افغان28 فبروري 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کب یا حوت لسمه د افغانستان په زرین او ویاړلي تاریخ کې له هغه ګوتو په شمېر ورځو څخه یوه ده، چې د دغه هېواد پر اسمان پکې د آزادۍ، استقلال او خپلواکۍ د روښانه لمر څرک راولګېد. په دې ورځ ستر معاصر استکبار (امریکا) په دغه ویاړلي هېواد کې له نږدې دوه لسیزې ستړې او پښېمانوونکې جګړې وروسته، د خپلې بدنامې او شرمېدلې ماتې سند په خپلو لړزېدلو ګوتو لاسلیک کړ او له افغانستانه د تېښتې او پښو سپکولو لړۍ یې چټکه کړه. د امریکا او د دوی د متحدینو د ماتې او د افغانستان د استقلال او بریا دا تړون د ۱۳۹۹ کال د حوت یا کب په لسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال لاسلیک شو.

    د دغه تړون تر لاسلیک وروسته، د امریکا په لاس جوړې شوې او د دوی له ملاتړه برخمنې اجیري ادارې پښې هم په لړزېدو شوې او په دوه لسیزو کې په سلګونو میلیارده جوړه شوې هغه اداره له ټولو تشکیلاتو، نظامیانو، استخباراتو، ملکي او غیر ملکي ادارو سره یوځای په لږه موده کې وشړېده، امریکايي او ټول نړۍوال یرغلګر سرتېري او د تېرې افغان ادارې چارواکي او نور قراردادیان په بېړه وتښتېدل، د افغانستان د استقلالیت او خپلواکۍ د زرین پېر پیلامه شوه او په دې سره دا په معاصر تاریخ کې په افغانستان کې د درېیم زبرځواک د شرمېدلې ماتې د ورځې په نوم ثبت شوه.

    له دې ورځې نږدې دوه لسیزې وړاندې امریکا پر افغانستان د یرغل لپاره په نړۍواله کچه اشر وکړ، لسګونه هېوادونه یې د ځان ملګري کړل او پر افغانستان یې هغه مهال ناتار جوړ کړ، د هغه مهال د طالبانو حکومت یې ړنګ کړ، زرګونه عام افغانان یې شهیدان کړل، میلیونونه نور یې له خپل هېواده کډوالۍ ته اړ کړل، د افغانستان عامه تأسیسات او دولتي ودانۍ یې په کروز او بالسټیک توغندیو، بي دوه پنځوس الوتکو، کلسټر او نورو بمونو وران کړل او پر دغه هېواد یې د یوې کرغېړنې، پردیپالې او لاسپوڅې ادارې حاکمیت ته لار هواره کړه. امریکا هغه مهال طالبانو او د بهرنیانو پر ضد جنګېدونکو او مخالفو افغانانو ته خبرداری ورکړ، چې سوله ورسره نه کوي، تسلیمي یې هم نه مني او آن د ځمکې له سره یې ورک کوي.

    په همدې موخه یې لسګونه زره خپل او د متحدینو ځواکونه، پرمختللې وسلې، زرغره وال ټانګونه، الوتکې، ستر بمونه، توپونه او نور پرمختللي نظامي او غیر نظامي تجهیزات افغانستان ته راوړل او د دغه هېواد په کلیو او بانډو کې یې د افغانانو د وژلو، بې کوره کولو، زندانونو ته د اچولو، ربړولو او ترهولو لړۍ پیل کړه. په افغانستان کې یې بدنامې او جنایتکارې ملېشې له ځان سره یو ځای کړې، دوی ته یې څوکۍ ورکړې، بې شمېره ډالر یې ورکړل او هر ډول امکانات یې ورته برابر کړل، دوی یې هم په بدل کې له امریکا سره د ملاتړ په لار کې له هېڅ خوش خدمتۍ لاس په سر نه شول. امریکا په دې نیت راغله چې افغانستان نور د تل لپاره د ځان کړي، د خپلې خوښې حکومت یې پکې حاکم وي، سترې پوځي اډې او مرکزونه یې پکې مستقر وي او د دغه هېواد جغرافیايي موقعیت او ارزښت ته په کتو، چې څه یې زړه غوښتل هغه پکې وکړي.

    د امریکا او د هغوی د متحدینو دا ورځې ډېرې ژر معکوسې شوې، ډېر ژر یې محاسبې برعکس راووتللې او د لوبې مسیر یې ډېر ژر بدل شو. تر دې چې امریکا او ټولو متحدانو یې د افغان مبارزینو، پر آزادۍ او خپلواکۍ مینو خلکو په وړاندې تر هر ډول زور، ظلم، جبر او زر کارولو وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې دا خاوره او دا وطن هغه څه نه دی چې دوی یې په اړه محاسبه کړې وه، نو یې ژر تر ژره د خپلو ستراتېژیو په بدلولو پیل وکړ او په دغه هېواد کې د نظامي ماتې له منلو پرته بله لاره ورته پاتې نه وه.

    په افغانستان کې امریکا او متحدینو یې په نږدې دوه لسیزو جګړو کې زرګونه پوځیان له لاسه ورکړل، زرګونه یې دایمي معلول شول، لسګونه زره یې په رواني ناروغیو اخته شول، ډېرو یې ځان وژنې وکړې، ټرېلیونونه ډالر یې حدر شول او حیثیت یې په نړۍواله کچه تر پښو لاندې شو. دغه راز په افغانستان کې دننه ملاتړو یې هم د عبرت ډېر درسونه واخیستل. د نړۍ لږ ولسونه او ملتونه به په خپل تاریخ کې د دا ډول ورځو ‎شاهدان وي، خو افغان ویاړلی ولس بیا په خپل ویاړلي تاریخ کې دا ډول ډېرې ورځې لري.

    دا ورځ هم نړۍوالو زبرځواکونو، هم د دوی داخلي ملاتړو او خوش خدمتیانو او هم په خپله افغانانو ته ډېر زیات درسونه لري. زبرځواکونو ته یې درس دا دی چې د افغانستان په اړوند د هرې پرېکړې له کولو وړاندې یو ځل تاریخ ته مراجعه وکړي او واقعیتونه په خلاصو سترګو وګوري، داخلي ملاتړو ته یې ستر درس دا دی، چې پردی کټ تر نیمو شپو وي او پردي هېڅکله د چا نه خپلېږي، نو د شخصي ګټو په خاطر پردیو ته خوش خدمتي نه جبرانېدونکی خیانت دی چې تاریخ یې هېڅکله نه هېروي. افغانانو ته پکې عبرت دا دی چې لکه څنګه چې د زبرځواکونو د راڅملولو لپاره په خپلو کې سره یو موټی او متعهد کېږي، همداسې باید د خپل آزاد، خپلواک او مستقل هېواد د ابادۍ لپاره سره ودرېږي او پردیو توطیو ته اجازه ورنه کړي چې په وینو او هډونو ګټلې دا آزادي ترې بیا په نیمه بیه ولاړه شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلوچستان کې د پاکستاني عسکرو پر موټر بمي برید؛ درې کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي
    راتلونکي مقاله پاکستان کې پر دیني مدرسې وروستی برید د داعش او استخباراتي شبکو د عملیاتي همغږۍ پایله ده

    مربوطه لیکنې

    پر ایران برید او د ایراني پلوه مقاومت ډلو مرموزه چوپتیا

    24 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 24 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    له خیبر پښتونخوا څخه د هندوکش غږ سرچينې وايي چې پاکستاني طالبانو د جنوبي وزیرستان…

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.