د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري، د صنعت او سوداګرۍ د روسیې د ۲۰۲۵ اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د روسیې له ځینو پانګوالو سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان په کرنه، مالدارۍ او اوبولګولو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې شوې دي.
د کرنې وزارت سرپرست د هېواد د کرنیزو ظرفیتونو او امکاناتو پېژندنه کړې او د حکومت د پانګونې د اسانتیا او د پراختیایي پروژو د ملاتړ ژمنه یې وکړه.
بل پلو روسي پانګوالو د افغانستان په کرنیزو پروژو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره، په ځانګړې توګه د اوبولګولو د سیستمونو د پراختیا، د کرنیزو محصولاتو په تولید کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.