Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د کرنې وزارت لاسته راوړنې: د کرنې سکتور ميکانيزه، او د طبيعي سرچينو مديريت کې مهم ګامونه پورته شوي
    افغانستان

    د کرنې وزارت لاسته راوړنې: د کرنې سکتور ميکانيزه، او د طبيعي سرچينو مديريت کې مهم ګامونه پورته شوي

    صابر افغانصابر افغان29 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په دوام نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د خپلو يو کلنو لاسته راوړنو په تشريح کې وويل چې د کرنې وزارت، د کرنې او مالدارۍ سکتور د میکانیزه کولو، د طبیعي سرچینو د ساتنې او پراختیا، له سربند نه تر کرنیزې ځمکې د اوبو مدیریت او د هېواد د ځمکو چارو د تنظیم برخه کې ښې لاسته راوړنې لرو.

    د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسئولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل: د کرنې او مالدارۍ سکتور د ملاتړ په موخه، بزګرو، مال لرونکو او خصوصي سکتور ته، د وزارت د کرنې پراختیا له صندوق څخه، ۱،۳ میلیارډه افغانۍ ورکړه، ۶۶۰ زره بزګرو ته، د ۳۳ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونو او ۵۴ زره مټریک ټنه کیمیاوي سره وېش؛ په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.د کرنې وزارت په تېر یوه کال کې له همکارو ادارو سره په همغږۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخه کې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت، ۲۷۱ پروژې تطبیق کړي دي.

    دغه راز، په میدان وردګ، کابل او لغمان ولایتونو کې د ۱۱۹۰ مټریک ټنه په ظرفیت، ۵ سړخونې او په بېلابېلو ولایتونو کې د مېوو وچولو په موخه، ۱۱ سلفر خونې جوړې شوي، د کرنې د نویو طریقو د ترویج په موخه، د نباتاتو ۱۵۰۰ نمایشي قطعې جوړې شوي او ۸۰ زره هکټاره ځمکه له وبایي افتونو څخه خوندي شوې ده.

    مسئولین زیاتوي، د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه، د تېر یوه کال د پسرلي او مني په موسمونو کې لوی کرنیز نندارتونونه جوړ شوي او په ۱۱ ولایتونو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو لګولو پروژو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې ۶۷۸۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي.

    دغه راز، په ۱۰ ولایتونو کې د ځمکلاندې اوبو د تقویت په موخه، د ۱۳۸ چکډېمونو جوړولو چارې جریان لري، چې په نېږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

    د کرنې وزارت د چارواکو په وینا، د شېدو ورکونکو غواګانو د اصلاح شوي نسل د ترویج په موخه د ۳۰۰ زره غواګانو مصنوعي القاح، په مختلفو ولایتونو کې څه باندې ۱۶ میلیونه حیواناتو ته د واکسین تطبیق او د څه باندې ۹ میلیونه حیواناتو درملنه، په ۳۴ ولایتونو کې د لبنیاتو محصولاتو د راټولولو او پروسس وسایلو وېش، د کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا لپاره د چرګانو، غواګانو او وزو د کوچنيو فارمونو جوړول، په ۳۴ ولایتونو کې ۲۷۲ نویو حیواني کلینیکونو ته د جوازونه ورکول او ۲۱۵۱ نورو کلینیکونو د جوازونو تمدید، همدارنګه له ۱۵۰۰ څخه ۳۵۰۰ ته د چرګانو فارمونو د شمېر لوړول، په مالدارۍ سکتور کې د دې وزارت مهمې لاسته راوړنې دي.

    مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: په ۳۴ ولایتونو کې ۱.۷ میلیونه هکتاره ځنګلونه او ۳۰ میلیونه هکتاره څړځایونه خوندي او ساتل شوي او د ځنګلونو د احیا لپاره ۱۲۵۲۰۰ نیالګي کېښودل شوي دي.

    په همدې ډول، په تېر یوه کال کې څه باندې ۶۹۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي وېشل شوي او په تېرو درې کلونو کې په ټول هېواد کې د نیالګیو کېښودلو کمپاینونو له لارې ټولټال ۸۲ میلیونه نیالګي کېښودل شوي دي.

    د کرنې وزارت مسئولین زیاتوي، چې د ځمکو بانک کې د ۱.۷ میلیونه جریبه را ګرځول شوې امارتي ځمکې ثبتول، د کرنیزو، صنعتي او تجارتي فعالیتونو په موخه، د ۱۴۳۱۲ جریبه ځمکې په اجاره ورکول، په ۳۴ ولایتونو کې د ۱ جریب امارتي ځمکې او څړځایونو سروې، او د خوست، پکتیکا، زابل، غزني، بامیان ولایتونو او جاغوري ولسوالۍ کې د هوايي ډګرونو د مساحت تثبیتول؛ د دې وزارت له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

    د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د توري بند، خروار بند، قوشتېپې کانال، مس عينک، د امو دريا نفتي حوزې او نورو ټولګټو پروژو د پلي کولو په موخه، یو زر او ۱۳۳ جريبه شخصي او ۹۸ زره او ۵۴۲ جريبه امارتي ځمکې سروې او تصفيه شوي دي.

    همدارنګه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ، په هرات، جوزجان، لغمان، بغلان، غزني او فاریاب ولایتونو کې د کاسا ۱۰۰۰ د ۲۲۰ کیلوولټ او ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لین انتقال او د کابل – لوګر سړک د دویم لین په څېر د ټولګټو پروژو د مالکیت حق تثبیت، ارزونې او استملاک چارو تر سره کول؛ د وزارت نور مهم فعالیتونه دي.

    په تېر یوه کال کې د وزارت پنځه کلنه ستراتېژي چمتو شوې او په بېلابېلو برخو کې د کاري طرزالعملونو په ګډون تقنیني سندونه هم نهايي شوي دي.

    مخکینۍ مقالهازبکستاني پانګوال هېواد کې د سيمکارتونو په توليد پانګونه کوي
    راتلونکي مقاله فرانسې د پنځه ميليونه ډالرو په بدل کې د ټيليګرام مشر خوشې کړ

    مربوطه لیکنې

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025

    چينايي پانګوال افغانستان کې د برېښنا او اوبو بندونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي

    24 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 24 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    له خیبر پښتونخوا څخه د هندوکش غږ سرچينې وايي چې پاکستاني طالبانو د جنوبي وزیرستان…

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: پروان ولایت کې د کلیوالي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.