Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د کرنې وزیر: د کوکنارو کښت صفر شوی، نړیوال دې بزگرانو ته د بدیل معیشت کې مرسته وکړي
    افغانستان

    د کرنې وزیر: د کوکنارو کښت صفر شوی، نړیوال دې بزگرانو ته د بدیل معیشت کې مرسته وکړي

    صابر افغانصابر افغان28 مې 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کرنې، اوبولگو او مالدارۍ چارسمبالي وزیر عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سر منشي له ځانگړې استازې رزا اوتنبایوا سره لیدلي دي.

    له کرنې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه په دې لیدنه کې د ملگرو ملتونو له استازې غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی، خو نړیوال دې افغان بزگرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وکړي.«هیله لرو چې د ملگرو ملتونو اداره او د کرنې په برخه کې فعالې نورې موسسې د کوکنارو د بدیل کښت په معرفي کولو او له بزگرانو څخه د ملاتړ په هکله لا ډېر تمرکز وکړي، اسلامي امارت د کوکنارو په کښت بندیز لگولی او زموږ هیله دا ده چې د بزگرانو ملاتړ وشي او د دوی لپاره مناسب بدیلونه چمتو شي ترڅو دوی د ژوند اړتیاوې پوره کړي.»

    د ملگرو ملتونو د سر منشي ځانگړې استازې ویلي، د دوحې په درېیمه ناسته کې به په افغانستان کې د خصوصي سکټور، بانکدارۍ او نشه‌یي توکو پر مسئلې خبرې وشي، چې‌ پکې د ۲۵ هېوادونو، درې نړۍوال بنسټونه او د اسیایي بانک او پراختیایي استازي گډون کوي.

    د مېرمن رزا اوتنبایوا په وینا، د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي گډون د کوکنارو د بدیل د معرفي کولو او د تمویل کوونکو د پام اړولو لپاره مهم دی او دا یو ښه فرصت دی.

    په دې لیدنه کې د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ملگرو ملتونو پر بې‌تفاوتۍ او نه پاملرنې نیوکه کړې.: «اسلامي امارت په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ کړ، خو ملگري ملتونه او د هغې همکارو موسسو د افغانستان خلکو او بزگرانو ته هېڅ کار نه دی کړی، په داسې حال کې چې د کوکنارو په کښت بندیز د افغانستان او نورو هېوادونو په خلکو مثبت اغېز کړی دی.»

    د ملگرو ملتونو د پراختیايي پروگرام د دفتر مرستیالې ثریا بوزرکوا ویلي، چې موږ باید د کوکنارو د کښت پر بدیل کار وکړو ترڅو د بزگرانو اړتیاوې پوره کړو. موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو او زموږ همکاري باید دوه اړخیزه وي.

    د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د محدودیت له لگولو وروسته، په خپلو کمو امکاناتو د کوکنارو د بدیل کښت لپاره پينځه کلنه طرحه جوړه کړې او د هغې د پلې کولو لپاره کار کوي.

    اوسمهال په هېواد کې د کوکنارو کښت صفر شوی او په هغو سیمو کې چې کوکنار کرل شوي وو، د کورنیو چارو وزارت له لوري له منځه یوړل شول.

    مخکینۍ مقالهمصري پوځیانو له اسرائیلي پوځ سره نښته کړې ده
    راتلونکي مقاله ننگرهار کې یو تښتول شوی ماشوم د انسان تښتوونکو له منگولو ازاد شوی

    مربوطه لیکنې

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    22 جولای 2025

    ‏د ملي دفاع وزارت سرپرست او لوړپوړي ازبکستاني پلاوي پر سرحدي همکاریو خبرې کړي

    22 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جولای 2025

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    ‏د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د اوزبکستان د انرژۍ وزیر…

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025

    ملګري ملتونه: غزه کې روانه قحطي او لوږه د نړۍ په معاصر تاریخ کې ساری نه‌لري

    22 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025

    ملګري ملتونه: غزه کې روانه قحطي او لوږه د نړۍ په معاصر تاریخ کې ساری نه‌لري

    22 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.