د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دې ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د شاوخوا ٢۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۵ پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.
د یاد وزارت په وینا، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.
د کلیو او پراختیا وزارت دغه راز ویلي چې، د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړونده برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شي.