د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۸ پراختیايي پروژو چارو د پيل پرانیسته کړې.
په دې پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.
ښاغلي اخندازاده د یادو پروژو د پیل په مراسمو کې د یادې سیمې ولسونو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او په لرې پرتو سیمو کې یې دې ته د ورته نورو پروژو د پلې کولو ژمنه کړې ده.
یاده دې وي چې، د دغو پروژو د چارو په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.