د خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د شیعه وګړو د موټرو پر کاروان د شوي وسلهوال برید وروستي جزئیات په ډاګه شول. د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۸۱ کسان وژل شوي چې، پکې ۲۱ ښځې او ۳۸ تنه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو تر تر ۱۳ کلنۍ پورې دي شامل دي.
یاد برید نن له غرمې وروسته د کورمې ولسوالۍ اړوند د علیزیو او څپرې تر منځ سیمه کې د تېرېدونکو مسافرو پر موټرو شوی.
د دې برید پړه چا نه ده منلې، خو په کورمه کې شیعه او سني وګړي وخت ناوخت پر یو بل دا ډول بریدونه کوي.