Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د کوفي لالهانده منډې او د بادار ناچاره ورځ!
    تورې څېرې

    د کوفي لالهانده منډې او د بادار ناچاره ورځ!

    صابر افغانصابر افغان14 مارچ 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    په افغانستان کې د اسلامي امارت تر راتګ وروسته هغو ټولو استعماري او استخباراتي مهرو له هېواده پښې سپکې کړې چې دلته یې له یوې خوا د استعمار د بنسټونو د ټينګښت لپاره نه ستړې کېدونکې خوش خدمتۍ وکړې او له بلې خوا یې له دې درکه ډېرې پیسې ترلاسه کړې، چې دا پیسې بیا هم په مستقیمه او نامستقیمه توګه د استعمار، د استعماري ارزښتونو په ترویج او د اسلامي، ملي او هېوادنیو ارزښتونو په بربادۍ کې لګول کېدې.

    که د دغه ډول کسانو د نومونو یادونه کوو، شمېر یې تر سلګونو اوړي، خو په دې لیکنه کې د دوی له ډلې یوازې د فوزیه کوفي په نوم د یوې پر ژوند، تېر کارونو او اوسنیو لالهانده منډو ترړو خبرې کوو.

    فوزیه کوفي چې اصلاً د بدخشان ولایت د کوف آب ولسوالۍ اوسېدونکې ده، پر افغانستان د امریکايي او ناټو یرغل په پیل کې له دوی سره ودرېده او په دې ډول یې د اشغال، استعمار او پردیو ارزښتونو د ټینګښت، ترویج او پالنې لپاره خپلې خوش خدمتۍ پیل کړې. له معمول سره سم، استعماري هېوادونو هم خپلو موخو ته د ‎رسېدو لپاره له دغه ډول مهرو تر اندازې ډېره استفاده وکړه او د دوی د شهرت لپاره یې بېلابېلې لارې ګودرې ولټولې.

    کله به جایزو ته نوماندوله، کله به یې په اصطلاح د زړورو مېرمنو په نوملړ کې راوسته او ټوله هڅه به دا وه چې څه ډول د دغو مهرو نومونه د رسنیو سرټکي کړي، ترڅو عامو خلکو ته یې د شهرت هنګامې ورسېږي او په دې ډول استعمار خلکو ته وښيي چې دا مو رهبران/ رهبرانې دي، دوی ستاسو اصلي خواخوږي/ خواخوږې دي او باید تاسې هم په پسې ودرېږئ.

    استعمار تر یوې کچې په دې برخه کې بریالی و، ځینو کسانو ته یې په همدې ډول دوکه ورکړه او د همدغو ناکامو او بدنامو څېرو تر شا یې ودرول. فوزیه کوفي د تېر شل کلن اشغال پر مهال په بېلابېلو څېرو کې راښکاره شوه، کله په اصطلاح د ښځو د حقونو د فعالې، کله هم د پارلمان د وکیلې او کله په یوه او بل نوم راڅرګندېده.

    نوموړې له دې کبله په خلکو کې ډېره مشهوره وه، چې په پوره صراحت به یې اسلامي، ملي او هېوادني ارزښتونه تر پښو لاندې کول، دا کار به یې د ځان لپاره په اصطلاح روښانفکري او تابو شکني بلله او نور خلک او په ځانګړې توګه مېرمنې به یې هم دې کار ته رابللې، دا کار یې په ډېر صراحت کاوه، دغه ډول ارزښتونه به یې دودیز او سنتي بلل او غربي ارزښتونو او فرهنګ د ترویج لپاره به یې لابي کوله، له همدې کبله به غربي فرهنګي استعمار کله د زړورې مېرمنې په نوم پر خلکو تپله، کله به یې نوبل جایزې ته معرفي کوله او کله به یې هم پر افغانانو د ښځو د حقونو د فعالې په توګه تپله، خو په حقیقت کې د غربي مفکورو د ترویج، د استعمار د ټينګښت او دوام لپاره تر وسې وسې هڅه کوله.

    په بدخشان کې یې دوې لسیزې د سرو زرو او نورو قیمتي ډبرو کانونو غیر قانوني استخراج کاوه، د نشه يي توکو په قاچاق کې یې لویه ونډه درلوده، په شمال کې د بدنامو جنایتکارو ډلو ټپلو کلکه ملاتړې وه، ناقانونه وسله والې ډلې او ګروپونه یې درلودل او د همدوی پر مټ به یې ځان ساته او پر خلکو به یې هر ډول غوښتنې منلې. نوموړې پر دې ټولو سربېره، د فساد، غصب، ظلم، زور او لندغرۍ سرلارې وه. اوس له هېواده بهر ده او هلته په ډېره لالهانده توګه یو ځل بیا د استعمار دروازې ټکوي، بیا د بلې پروژې په لټه کې ده چې څنګه وکولی شي بیا هېواد ته اور راوړي، غواړي بیا خلک دوکه کړي، غواړي بیا غصب، لنډغرۍ، زور، ظلم، خپلسرۍ او ناقانونۍ ته په وطن کې زمینه برابره کړي. نوموړې تازه د یاکوف فلیټچکین په نوم مشهور یهودي سره د خپلې یارانې او شومو موخو تارونه غځولي.

    نوموړی په غرب کې د یهودو مشهور لابي ګر دی، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کرايي جګړې تنظیموي، د جګړې لوبغاړي ورته ګوماري او له استخباراتي ادارو سره یې اړیکې ټينګوي، خو نوموړې او د دې لارې نور لارویان دې پر دې پوه شي، چې افغانستان اوس هغه ډول نه دی چې شل کاله وړاندې و، افغانان هم اوس هغه ډول نه دي، دلته هرڅه ۳۶۰ درجې بدل شوي، غربي استعمار ته دلته داسې ماتې او درس ورکړل شوی چې بیا به په پېړیو پېړیو پر دغه هېواد یرغل ته زړه ښه نه کړي، دوی لا څه کوې چې د دوی نسلونه به لا دغه کار ته زړه ښه نه کړي، فوزیه کوفي باید نور پر دې پوه شي چې تاریخ یې تېر دی، اوسنۍ لالهانده منډې یې هېڅ ګټه نه لري او په دې اړه خپل خوبونه دې اوبو ته ووايي او خپل دغه شومې موخې دې قبر ته یوسي

    مخکینۍ مقالهد سیمې هیوادونه افغان حکومت سره اړیکو کې د غرب طبعیت ته نه ګوري
    راتلونکي مقاله افغانستان انټرنېشنل یوه لویدلې او بې حیثته رسنۍ

    مربوطه لیکنې

    پرځېدلی جمهوریت له افغان هویت د منکرینو، جاسوسانو او جنګ سالارانو د مجموعې په توګه

    20 جولای 2025

    جعلي اتلان، تاریخي تحریف او د پخوانيو چارواکو د ځان ستاینې لړۍ

    19 جولای 2025

    له نړۍ ناهیلي مخالفین د اختلاف او لار ورکۍ په ګرداب کې

    14 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    د ازموینو ملي ادارې نن (یکشنبه، د چنګاښ ۲۹مه) د حکومت د رسنیو مرکز کې…

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې د بلوچستان په سوراب کې د پاکستاني پوځ پر کمپ برید کې شپږ پوځیان وژلي

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سږ ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې؛ د کابل اوسېدونکی سید موسی اول نمره شو

    20 جولای 2025

    کابل ښار کې تېر کال ۸۳ کيلومټره بېلابېل اصلي او فرعي سړکونه جوړ شوي

    20 جولای 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې د بلوچستان په سوراب کې د پاکستاني پوځ پر کمپ برید کې شپږ پوځیان وژلي

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.