د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې ګرځنده روغتیايي خدمات پیل شول.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر خان مخلص وایي، چې د روغتيايي خدمتونو د لا پرختيا او د خلکو لاسرسي په موخه د UNFPA او ORCD موسسو په مرسته د دغه ولایت په نرنګ، سرکاڼو، شلتن، دانګام، غازي آباد، ناړۍ، وټه پور، چپه دره او پیچ درې ولسوالیو کې د ګرځنده روغتيايي خدمتونو وړاندې کول پیل شول.
د کونړ وګړي د عامې روغتیا ریاست له دغه اقدام څخه د منننې ترڅنګ په نورو ولسوالیو کې هم د ورته اقدام غوښتونکي دي.
کونړ د هېواد د غرنیو ولایتونو څخه یو دی، چې خلک یې په لرو پرتو سیمو کې ژوند کوي، چې روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او د ناروغانو د تداوۍ په موخه ساعتونه ساعتونو مزل کوي، چې ډیر کله یو شمېر ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ولایتي مسولین وایي، چې د دغو ګرځنده کلینیکونو سره به ولسونو ته د روغتیا په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته شي.