Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د کډوالو لپاره د تمساح اوښکې؛ له بشري ناورین څخه ناوړه سیاسي ګټه اخیستنه
    تورې څېرې

    د کډوالو لپاره د تمساح اوښکې؛ له بشري ناورین څخه ناوړه سیاسي ګټه اخیستنه

    صابر افغانصابر افغان11 جون 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد محقق د اختر د مبارکۍ په مناسبت (که هغه په هېواد کې دننه دي یا بهر) افغانانو ته په خپل یو پیغام کې د هغوی پر اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

    هغه په دغه پیغام کې له افغان کډوالو سره د کوربه هېوادونو پر سخت چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له دې وضعیته کړېږي.

    خو حقیقت دا دی چې دا ډول څرګندونې له زړه سوي نه، بلکې د خپلو شخصي ګټو لپاره د کډوالو له وضعیت څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده. کومې څهرې چې له هېواده تښتېدلي او د خلکو په منځ کې ځای نه لري، هماغه کسان دي چې شل کاله یې د بهرنیو قدرتونو په زور پر خلکو حکومت وکړ. اوس دغه کسان هڅه کوي چې د کډوالو له دردناک وضعیت څخه په ګټې اخیستنې، ځانونه د خلکو خواخوږي او د غم شریک وښيي؛ په داسې حال کې چې د دوی سیاسي مخینه بل حقیقت څرګندوي.

    که د دغو کسانو سیاسي تاریخ او د حکومتولۍ دورې ته یوه کتنه وکړو، په روښانه توګه لیدل کېږي چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د بې کورۍ، بې ځایه کېدو او ناوړه وضعیت یو له اصلي لاملونو څخه کورنۍ جګړې، قومي نښتې، ظلم، تبعیض او بې عدالتۍ وې چې همدا څهرې یې لامل وې.

    افغانستان د سره پوځ له ماتې او د نجیب د ډیموکراتیک رژیم له نسکورېدو وروسته، نږدې یوه لسیزه د کورنیو جګړو په اور کې وسوځېد. همدا جګړې وې چې بېوزلۍ او بېکارۍ ته یې زور ورکړ او خلک یې د هېواد پرېښودو او کډوالۍ ته اړ کړل.

    له همدې امله، د هغه ټولو سختیو ریښې چې نن ورځ افغان کډوال له هېواده بهر ورسره مخ دي، د هغو کسانو کړنو ته ورګرځي چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته بهر ته وتښتېدل او نن د تمساح اوښکې تویوي او د خواخوږۍ بڼه غوړوي.

    په اوسنیو شرایطو کې، یوازینۍ مرجع او جوړښت چې په رښتیا د کډوالو د ټپونو په رغولو او د راستنېدونکو ستونزو ته په رسیدګۍ پسې دی، د سرپرست حکومت مشرتابه دی، نه هغه کسان چې د خلکو له کړاو څخه ځان ته سیاسي زینه جوړوي.

    سرپرست حکومت د بدمرغیو، بې ثباتۍ او جګړې د دوام د مخنیوي لپاره، د متقابل‌ منلو دروازه د ټولو افغانانو پر مخ پرانیستې ده او له هغوی څخه غوښتنه کوي چې هېواد ته راستانه شي او د پردیو د ګټو له خدمت څخه لاس واخلي. خو هغه کسان چې ځانونه یې د ملي او دیني ګټو په بدل کې پر بهرنیو قدرتونو پلورلي، لا هم په افغانستان کې د بحران او نا امنۍ د دوام په لټه کې دي.

    هغوی چې ګاونډیو هېوادونو ته د میلیونونو افغانانو د کډوالۍ لامل شول، نه یواځې د دغه ملت پر ارامښت باور نه لري، بلکې په درواغو د خواخوږۍ په څرګندولو سره هڅه کوي چې پردیو ته خپل کړي خدمتونه له افغانانو پټ کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله‏له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو لړۍ پیل شوه
    راتلونکي مقاله د لوړو زده کړو وزارت: د تاتارستان دوه مهم پوهنتونونه د افغانستان له مخکښو پوهنتونونو سره علمي او څېړنیزې هوکړې لاسلیکوي

    مربوطه لیکنې

    له راستنو شویو کډوالو سره د چلند په اړه ړندې او بې ځایه نیوکې

    24 جولای 2025

    د پرمختګ شعوري دښمنان؛ بهر مېشتي مخالفین څه غواړي؟

    23 جولای 2025

    د امریکا د بیا ځلې یرغل لپاره لابي کوونکي؛ ايا په رښتيا هم د هېواد د خیر غوښتونکي دي؟

    23 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 24 جولای 2025

    د اشغال شوي فلسطین په بیت‌لید سیمه کې نهه اسرائیلي پوځیان ټپیان شوي

    د راپورونو له‌مخې، د اسرائیل (اشغال شوي فلسطین) کې پر اسرائیلي پوځیانو د موټر خېژولو…

    د ترکیې په ځنګل کې اورلګېدنې ۲۴ اوروژونکو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    24 جولای 2025

    سقوط طیارۀ مسافربری در شرق روسیه نزدیک به ۵۰ کشته بر جا گذاشت

    24 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اشغال شوي فلسطین په بیت‌لید سیمه کې نهه اسرائیلي پوځیان ټپیان شوي

    24 جولای 2025

    د ترکیې په ځنګل کې اورلګېدنې ۲۴ اوروژونکو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    24 جولای 2025

    سقوط طیارۀ مسافربری در شرق روسیه نزدیک به ۵۰ کشته بر جا گذاشت

    24 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،990 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،925 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.