د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال مولوي حمد الله فطرت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد د کډوالو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني شهادت تائید کړی او ویلي یې دې چې نوموړی نن له غرمې وروسته د خوارجو په یو ناځوانمردانه برید کې شهید شوی دی.
اسلامي امارت د شهید حقاني مرحوم شهادت د اسلامي امارت، مجاهدینو، کورنۍ او ټولو افغانانو لپاره یو ستره ضایعه بللې، نوموړي ته یې د فردوس جنت، کورنۍ دوستانو او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې ده.
د یادې خبرپاڼې له مخې، الحاج خلیل الرحمن حقاني د الله تعالی د لارې یو ستړی مجاهد وو چې ټول عمر یې د الله تعالی له دین څخه د دفاع په لاره کې په جهاد، مهاجرت او ستړیاوو کې تیر کړی وو، نوموړی د یوې لویې جهادي کورنۍ غړی و چې د اسلام د دښمنانو لخوا یې په سر ۵ میلیونه ډالره جایزه هم ټاکل شوې وه.
اسلامي امارت د مرحوم حقاني شهادت بزدلانه عمل بللی او ویلي یې دي چې دا عمل نشي کولای د مسلمانانو ارادې کمزورې کړي بلکې، داسې بزدلانه عمل د اسلام او دین د دښمنانو مخ توروي او د هغوی د شومو ارادو څرګندونه کوي.