له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان د بیړنیو مرستو د پروګرام مسؤلې غدا برکت او د اړیکو مسئول محمد سلیم خالد سره په کتنه کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.
بلخوا د یاد سازمان مسؤلینو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې له زیانمنو کورنیو سره د مرستې په موخه یې افغانستان کې سروې بشپړه کړې ده.
له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي ادارې ویلي؛ ټاکل شوې دغه سازمان د بغلان ولایت په بغلان جدید، برکه او دوشي ولسواليو کې د کورنو د جوړولو او بیارغونې په موخه له ۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته او همدارنګه په برکې ولسوالۍ کې ۱۰۰ نوي کورونه جوړ کړي.