Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ګوتېرېش او امریکا وجدانونه، فلسطین او افغانستان
    لیکني

    د ګوتېرېش او امریکا وجدانونه، فلسطین او افغانستان

    صابر افغانصابر افغان24 فبروري 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    سیدالرحمن سالار

    ملګرو ملتونو د امریکا په اشاره دګګ تېرې یکشنبې او دوشنبې په ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه چې بې پایلې پای ته ورسېده.د ملګرو ملتونو عمومي منشي ګوتېرېش خپله دوحې ته ورغلی و او په داسې حال کې يې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه اندېښنه! ښودلې چې د دوحې په ګاونډ فلسطین کې صهیونیسټانو پر داسې وحشتونو او جنایتونو لاس پورې کړی چې د بشر په تاریخ کې يې مثال نه دی ثبت شوی.له دې غونډې یوه ورځ وروسته یعنې سه شنبه امریکا په غزه کې د سملاسي اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو او رد کړ.د ګوتېرېش او امریکا رسواييد دوحې په غونډه کې د ګوتېرېش دروغجنو ادعاوو او د امریکا له خوا په غزه کې د اوربند پرېکړه لیک ویټو کېدو نړیوالو ته یو ځل بیا د دوی دوه مخي او هغه شعارونه دروغ ثابت کړل چې ځانونه د بشر حقونو مدافعین ګڼي.افغانان ښه پوهېږي چې د امریکايي اشغال پر مهال يې په هېواد کې څه وحشتونه کېدل او نن الحمدلله څومره امن او د اقتصادي او ټولنیزو کارونو د ښه کېدو لپاره څه ګامونه پورته کېږي.امریکا او د امریکا په غوښتنه ګوتېرېش په داسې حال کې افغانستان ته د دسیسو جوړولو په موخه په دغه هېواد کې د بشري حقونو د نقض خبره کوي چې دغه هېواد کې د امریکا د شل کلن یرغل پرمهال هره ورځ د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو له خوا سلګونه کسان وژل کېدل، چاپې وهل کېدې، شکنجه کېدل، د خلکو سر، مال او ناموس خوندي نه و، د امریکا او د هغوی د ملګرو له خوا ډول ډول ناتعریف شوې وسلې کارول کېدې خو هغه وخت نه ملګرو ملتونو غبرګون ښود او نه ګوتېرېش او امثالو يې.اوس چې افغانستان له شل کلن اشغاله خلاص شوی او امریکا يې له خپلو نږدې ۵۰ ملګرو هېوادونو سره په ټیټو سترګو شړل شوي، په دغه هېواد کې امن حاکم شوی او نه یوازې عام وګړي يې په ډاډ او اطمینان ژوند کوي، بلکې هغه کسان هم بښل شوي چې شل کاله يې د اشغال په خدمت کې تېر کړل.زه دا نه وایم چې افغانستان کې به هر څه ګل او ګلزار وي او نور کار او لا اصلاح کېدو ته اړتیا نشته، موږ د اصحاب کرامو په زمانه کې ژوند نه کوو او دا د رسول الله مبارک د حیات دور نه دی، موږ پوهېږو چې د دې زمانې خلک د رسول الله مبارک د زمانې له خلکو سره نشي پرتله کېدای خو دومره ویلای شم چې د تېر شل کلن اشغال په پرتله په افغانستان کې هر څه سم دي او دومره سم دي چې له هغه وخت سره هېڅ د پرتلې وړ نه دي، موږ يې د لا ښه کېدو هیله کوو.ملګري ملتونه د دې پرځای چې افغانستان کې واقعیتونه درک کړي، د امنیت، هوساینې، اقتصاد، بیارغونې او نورو برخو کې راغلي مثبت بدلونونه وستايي او په هره برخه کې مرسته وکړي، دوی برعکس د امریکا په اشاره دسیسې ورته جوړوي او دلته د بشري حقونو د نقض او یا هم په حکومت کې د لږکیو افغان قومونو د نه شتون په شان ډول ډول ادعاوې مطرحوي.که ګوتېرېش خپل دغه فورمول چې د افغانستان لپاره يې عملي کول غواړي، د ملګرو ملتونو په جوړښت کې تطبیق کړي او دغه د څو زورورو هېوادونو د خوښې سازمان په جوړښت کې بدلون راولي او پر یوه داسې سازمان يې بدل کړي چې واقعا ټول هېوادونه په مساوي توګه ځان پکې وویني بیا دې نورو ته دغه نسخه توصیه کړي دا به غوره وي.خو موږ پوهېږو چې د ملګرو ملتونو سازمان په جوړښت کې بدلون نه د ګوتېرېش په توان پوره دی او نه يې غواړي او په دې ټول پوهېږي چې دغه سازمان د ګوتو په شمار څو هېوادونو له خوا په ځانګړې توګه امریکا له خوا رهبري کېږي.خو چې خبره داسې ده نو افغان ولس ته دې هم اجازه ورکړل شي چې په خپل هېواد کې د خپلې خوښې اسلامي نظام جوړ کړي او نور دې د قوم، ژبې، لږکیو او اکثریت په نوم افغانان نه سره بېلوي.د ملګرو ملتونو سازمان د مشر موقف خو باید هېڅکله داسې نه وي چې د یوه خپلواک هېواد په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وکړي ځکه دا به د ملګرو ملتونو بایللی باور لا پسې ټیټ کړي.ګوتېرېش باید لږ خپل ګرېوان ته سر ټيټ کړي چې د دغه سازمان له جوړېدو را هیستې دوی په نړۍ کې څو قضيې په خپلواکه توګه حل کړې؟ دوی د ملګرو ملتونو تش په نامه شعارونه څومره عملي کړي؟ آیادوی په نړۍ کې شته انسانانو ته په مساوي حقوقو قایل دي؟ آیا دوی نه ويني چې په نړۍ کې له مسلمانانو سره څه ظلمونه کېږي؟ آيا دوی نه ویني چې د ملګرو ملتونو اصلي تصمیم نیوونکي ټول غیر اسلامي هېوادونه دي؟ آیا دوی نه پوهېږي چې په نړۍ کې ډېری مسلمانان له خپلو لومړنیو حقونو هم بې برخې کړی شوي دي؟…ښکاره خبره ده چې دوی هر څه د امریکا او څو نورو زورورو هېوادونو د ګټو په رڼا کې او د هغوی په خوښه کړي دي.نن سبا امریکا د نړۍ په تقریبا ټولو اسلامي او کمزورو هېوادونو کې په داسې حال کې پوځي اډې لري چې ډېری دغه اډې يې په خپله خوښه په یو اړخیز تصمیم سره جوړې کړې او ډېری کوربه هېوادونه چیغې وهي چې دوی په خپله خاوره کې د امریکايي پوځيانو شتون نه غواړي خو امریکا يې نه مني او ملګرو ملتونو سازمان هم ځان کوڼ او ړوند اچولی.نن سبا که د نړۍ په هر ګوټ کې جګړه ده نو امریکا په کې ښکېله ده او هر چېرې چې د دوی ګټې يې ایجاب کړي هلته حمله کوي او نه د ملګرو ملتونو تش په نامه پرېکړه لیکونو ته پام کوي او نه ملګري ملتونه دومره توان لري چې د دوی د خپل سریو مخه ونیسي.لازمه خو دا وه چې ملګرو ملتونو او په ځانګړې توګه ګوتېرېش پر امریکا غږ کړی وای چې نه یوازې د افغانستان برمته شوې شتمني آزاده کړي او ټول لګول شوي بندیزونه لغوه کړي، بلکې په افغانستان کې چې د دوی د اشغال او وحشتونو له امله څومره زیان اوښتی، باید تاوان پرې کړي.امریکا همدا اوس پر فلسطین د صهیونیسټ رژيم د پوځي عملیاتو لګښت پر ورکړې سربېره هلته خپل پوځي سلاکاران هم لېږلي او عملا په ټولو هغو جنایتونو کې شریکه ده چې اسراییل يې په فلسطین کې ترسره کوي.همدا اوس څو ورځې مخکې د فبرورۍ په ۱۳مه د دغه هېواد د مشرانو جرګې اوکراین او صهیونیسټ رژيم ته د ۹۵ میلیارډ ډالرو مرسته تصویب کړه.دوی صهیونیسټانو ته دغه مرسته د فلسطین ولس د وژلو لپاره ورکوي.خو ګوتېرېش په روغو سترګو ړوند دی او په روغو غوږو کوڼ دی.خبرې به په دې را لنډې کړم چې اوس الحمدلله افغانستان صاحب لري او یو مسوول حکومت لري نو نه دې امریکا او نه دې ګوتېرېش دا خیال کوي چې یو ځل بیا به په افغانستان کې اوبه خړې او کبان پکې ونیسي، بلکې څو چې دا جهان ودان وي، تل به دا افغانستان وي.ان شاءالله

    مخکینۍ مقالهافغان پلاوی ایران ته روان شو
    راتلونکي مقاله همه شموله که د جاسوسانو داخلول؟

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 21 جون 2025

    اسرائیلو اصفهان کې د ایران پر اټومي تأسيساتو هوایي برید کړی

    د ایران فارس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د اصفهان ښار سوېل…

    افغانستان د ايران له کړکېچ وروسته روسیې سره د غنمو واردولو په اړه مستقيمې خبرې کوي

    21 جون 2025

    پاکستان ډونالډ ټرمپ د سولې نوبل جایزې ته نومولی

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائیلو اصفهان کې د ایران پر اټومي تأسيساتو هوایي برید کړی

    21 جون 2025

    افغانستان د ايران له کړکېچ وروسته روسیې سره د غنمو واردولو په اړه مستقيمې خبرې کوي

    21 جون 2025

    پاکستان ډونالډ ټرمپ د سولې نوبل جایزې ته نومولی

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،961 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،893 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،887 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.