Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د یحیی ابراهیم السنوار ژوند ته لنډه کتنه
    لیکني

    د یحیی ابراهیم السنوار ژوند ته لنډه کتنه

    صابر افغانصابر افغان19 اکتوبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یحیی ابراهیم السنوار چې د حماس اسلامي غورځنګ یو له وتلو څهرو او د فلسطین د مقاومت یو مهم مشر و، د ۱۹۶۲ کال د اکتوبر په ۲۹مه د غزې په تړانګه کې د خان یونس د کډوالو په کمپ کې وزېږېد.

    د یحیی السنوار کورنۍ د ۱۹۴۸ کال د عربو او اسرائیلو جګړې پر مهال له عسقلان څخه بې‌ځایه شوې وه؛ السنوار د خپل ژوند له ابتدا څخه د اشغال ضد فعالیتونو کې بوخت و او خپلې زده‌کړې یې د غزې په اسلامي پوهنتون کې د عربي ادبیاتو په برخه کې بشپړې کړې.

    یحیی السنوار ډېر ژر د حماس یو کلیدي غړی شو او د شیخ احمد یاسین رحمه الله تر اغېز لاندې راغی.

    سنوار په ۱۹۸۸ کال کې د اسرائیل ضد فعالیتونو له کبله څلور ځله د ابد بند سزاء باندې محکوم شو، خو ۲۳ کاله بندي‌توب ورته دا فرصت ورکړ چې عبري ژبه زده کړي او د اسرائیلو له سیاستونو ژورې زده‌کړې وکړي.

    نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې له زندان څخه د ازادېدو سره، په چټکۍ د حماس یو له وتلو مشرانو څخه شو او په ۲۰۱۷ کال کې د غزې تړانګې لپاره د حماس سیاسي دفتر مشر وټاکل شو.

    یحیی السنوار د حماس د کورني استخباراتو سازمان «مجد» بنسټ ایښودونکی هم و، چې د اسرائیلي جاسوسانو او د دوی نفوذي کسانو په پېژندلو او تعقیبولو کې یې مهم رول درلود.

    نوموړي د حماس د مقاومت عملیاتو په پلان جوړونه کې کلیدي رول ولوباوه، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۱ کال د قدس شمشیر جګړه او د ۲۰۲۳ کال د الاقصی طوفان عملیات.

    د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۶مه، د اسماعیل هنیه تر شهادت وروسته، د حماس د سیاسي دفتر رئیس وټاکل شو او خپل ژوند یې د اسرائیلو د اشغال پر ضد مبارزې ته وقف کړ؛ بالاخره د ۱۴۴۶ کال د ربیع‌الثانی په ۱۳مه، د صهیوني رژیم سره په یوه جګړه کې د شهادت لوړې درجې ته ورسېد.

    مخکینۍ مقالهحسیب الله نوري: په هېواد کې له جواز څخه پرته هیڅوک صرافي نه شي کولای
    راتلونکي مقاله یحیی السنوار، د اکتوبر ځلانده ستوری!

    مربوطه لیکنې

    سوله که معامله؟ د سولې بورډ کې د پاکستان شوم نقش

    26 جنوري 2026

    د زرغون بهیر شاتګ؛ حاشیوي بحثونه او د بدلون هیلې

    25 جنوري 2026

    پوروړی پاکستان په کومه معامله د امریکا – اسرائيل په صف کې ودرېد؟

    24 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 27 جنوري 2026

    سالنګ لویه لار له يوې اوونۍ تړل کېدو وروسته د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

    ټولګټو وزارت وايي، چې د ياد وزارت اړوند د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست…

    اسرائیلي رژيم غزه کې د خپل وروستي بندي سرتېري جسد موندلی

    27 جنوري 2026

    احمد الشرع سبا چهارشنبه ولاديمير پوتين سره د ليدنې په موخه مسکو ته سفر کوي

    27 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    سالنګ لویه لار له يوې اوونۍ تړل کېدو وروسته د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه

    27 جنوري 2026

    اسرائیلي رژيم غزه کې د خپل وروستي بندي سرتېري جسد موندلی

    27 جنوري 2026

    احمد الشرع سبا چهارشنبه ولاديمير پوتين سره د ليدنې په موخه مسکو ته سفر کوي

    27 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.