
د یمن انصار الله (حوثيانو) ډلې خبر ورکړی، چې په يمن د امریکا د تېري په غبرګون کې یې د دوی دوه حربي بېړۍ په نښه کړې دي.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي، چې دا بریدونه د امریکا د «تېري» په غبرګون کې ترسره شوي او دوی به د یمن پر ضد هر ډول برید ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
هغه زیاته کړې، چې حوثي ځواکونه به په سره او عربي سمندر کې تر هغه د «دښمن» اهداف تر برید لاندې وساتي، ترڅو چې د غزې کلابندي پای ته نه وي رسېدلي.
ياده دې وي چې، په وروستيو دوه ورځو کې امريکا د يمن په ځينو سيمو کې پراخ بمبارد ترسره کړ او د حوثيانو په ګډون یې عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله واړوله.