شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د یمن حوثیانو پوځي ویاند، جنرال یحیی سریع په خپلې وروستۍ بیانیې کې د صهیونیستي رژیم د پوځ لوی درستیزۍ پر ودانۍ د ډرون برید خبر ورکړی. نوموړي ویلي، چې د صهیونیستي پوځ د لوی درستیزۍ ودانۍ په اشغال شوي یافا کې د «صماد ۴» ډرون پر مټ هدف ګرځول شوې.ښاغلي سریع وړاندې ویلي، چې د پوځ ډرون او توغندویي واحدونو یې اشغال شوي فلسطین کې پر الخضیره برښنا کوټ، بنګوریون هوايي ډګر او د اشدود سمندري بندر هم بریدونه کړي. سریع پر یادو موخو شوې بریدونه بریالي بللي دي.دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې صهیونیستي رژیم له خوا د حوثیانو پر کابینې له برید وروسته یادې ډلې د سختې غچ اخیستنی خبرداری ورکړی و.
د ترکیې لویې څارنوالۍ ۳۵ اسرائیلي چارواکو ته د بشر ضد جنايتونو په جرم د زرګونه کلونو بند سزا غوښتنه کړې12 اپریل 2026
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، جان کیري: نتنیاهو په ځلونو امریکایي ولسمشران پر ایران د برید لپاره هڅولي11 اپریل 2026