Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د یوناما بې ځایه نیوکې!
    لیکني

    د یوناما بې ځایه نیوکې!

    صابر افغانصابر افغان10 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د یوناما راپور جوړونکی د غرب یا کفري نړۍ له زاویې اسلامي امارت ته ګوري او په خپله تله یې تلي.

    امر بالمعروف، نهي عن المنکر د هر مسلمان دیني او اسلامي وجیبه ده چې، له منکراتو څخه ځان او د ټولنې نور وګړي وژغوري او په بالمعروف باندې تاکید وشي ترڅو په شرعي او اسلامي احکامو برابر شو.

    د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د یوناما د خپور شوي راپور په غبرګون کې ويلي: د امربالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکې بې ځایه دي، کوم احکام چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت لخوا توصیه کېږي هغه معلوم اسلامي احکام دي؛ دلته دا برخه په ټوله معنی واضیح شوه.

    یوناما دې په دې وپوهېږي چې افغانستان کې په زرګونو تنو نارینه او ښځینه وو د شرعي او اسلامي نظام د جوړېدو په پار خپل سرونه دې لار کې نذرانه کړل؛ دا پښتنه او اسلامي ټولنه دې، د غربي لیدلوري څخه نه ارزوي، بلکې د مسلمانې ټولنې په څېر دې وارزول شي؛ د دې ولسونو د قربانیو قدرداني دې وشي.

    دا چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ/یوناما په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې، د اسلامي امارت له خوا سینګارتونو، له محرم پرته له ۷۸ کیلومترو څخه د زیات سفر، عامه پارکونو، لوبغالو او عامه حمامونو ته د ښځو پر تګ بندیز، لګولی، دغه کړنه اصلاً د شریعت اصولو مطابق ښځو ته دحقونو د ورکړې په معنی ده.

    دا چې یوناما د ښځو پر وړاندې د سینګارتونو، بندول، له محرم پرته اوږد سفر کول، عامه پارکونو، لوبغالو او حمامونو ته پر تګ بندیز یا پابندي لګولې، دا کړنه د بشر د حقونو خلاف ګڼي، دا ممنوعیت په دې معنی نه ده چې، په ښځو دې د کار ساحه راتنګه کړي، دوی ته دې ستونزې او مشکلات پیدا کړي، برعکس دا کړنه د ښځینو د حقونو د تامین او عزت په موخه ترسره شوې، ترڅو په پرده کې ژوند وکړي.

    یوناما وایي چې، مونږ په دوه برخو کې کار کوو، لومړۍ برخه یې د حکومت او عوامو ترمنځ د سیاست چارې پرمخ بېول دي، د عوامو او دولت ترمنځ واټن کمول دي، دویمه برخه یې د بشر د حقونو ده چې، بشري حقونه تلف نه شي؛ متاسفانه، دوی په افغانستان کې د خپلو موخو ته د رسېدا په پار اپوټه روان دي.

    اوس مهال د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ/یوناما د عوامو او دولت ترمنځ واټن رامنځته کوي، د بشر حقونو ته په سپکه سترګه ګوري، کوم حقوق چې دوی د بشر لپاره ټاکلي، مسلمانان دې حقونو ته حیواني حقوق وایي چې، منکراتو ته دې پکې ترجیع ورکړل شوې وي.

    لله الحمد، په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تامین دي، که هغه نارینه ده یا ښځینه، شرعی برخورد ورسره کېږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څېر د اجراء وړ دي، په دې اړه له چا سره هېڅ ډول زور زیاتی او ظلم نه شوی، نه به وشي.

    مخکینۍ مقالهپه پکتیکا کې ۱۵۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او په ننګرهار کې ۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي
    راتلونکي مقاله مجاهد: یوناما دې افغانستان د لوېدیځ لیدلوري له‌مخې نه ارزوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 مارچ 2026

    د بشري حقونو نړیوال بنسټ: کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د برید عاملین باید محاکمه شي

    د بشري حقونو نړیوال بنسټ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د روږدو کسانو د…

    د معتادینو درملنې په زر بستریز روغتون برید کې تر ٢٠٠ زیات معتادین شهیدان شوي

    16 مارچ 2026

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد: د پاکستان پوځي رژیم د افغانانو پر وړاندې بریدونو کې د اسرائیلو له تکتیکونو کار اخلي

    16 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بشري حقونو نړیوال بنسټ: کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د برید عاملین باید محاکمه شي

    16 مارچ 2026

    د معتادینو درملنې په زر بستریز روغتون برید کې تر ٢٠٠ زیات معتادین شهیدان شوي

    16 مارچ 2026

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد: د پاکستان پوځي رژیم د افغانانو پر وړاندې بریدونو کې د اسرائیلو له تکتیکونو کار اخلي

    16 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،123 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،145 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.