Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د یوناما طرحه؛ د ازادۍ جبهې ګیلې، انزوا، ناچاري او احساساتي دریځونه
    تورې څېرې

    د یوناما طرحه؛ د ازادۍ جبهې ګیلې، انزوا، ناچاري او احساساتي دریځونه

    صابر افغانصابر افغان20 مې 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما په دې وروستیو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د پراختیا او د ځینو ابهاماتو او معضلو د حل په موخه «د افغانستان لپاره د یوناما جامع تګلاره» تر نوم لاندې یوه طرحه وړاندې کړې ده.

    که څه هم په دې طرحه کې ډېرې نیمګړتیاوې شته، ډېر څه یې د افغانستان د ستونزو د دایمي حل او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره پوره ځواب ویونکي نه دي، خو بیا هم له دې طرحې ښکاري چې دا اداره د پخوا په پرتله اوس اوس، په افغانستان کې شته واقعیتونو ته ورو ورو غاړه ږدي او دوی اوس پر دې باوري دي چې په افغانستان کې د عیني واقعیتونو له منلو پرته یې هره هڅه بې ګټې او بې پایلې ده.

    دې طرحې په بهر کې مېشتې ډلې ټپلې، پخواني قوماندانان او د ملېشو ټوپکسالاران سخت وارخطا کړي، ځکه په دې طرحه کې دوی ته هېڅ رول نه دی ورکړل شوی او د دوی کاذب شعارونه، منډې ترړې او وارخطایئ پکې له پامه غورځول شوي دي.

    په دې ډلو ټپلو کې یوه یې هم د ازادۍ په نوم جبهه ده، چې ادعا لري په افغانستان کې د زور او جګړې له لارې واک ترلاسه کول غواړي. دا جبهه یا ډله چې یوازې د ګوتو په شمېر څو مشران او پلویان لري، ټول په بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي او له هغه ځایه په ټولنیزو رسنیو کې ستر شعارونه بدرګه کوي او ځانونه د افغانستان راتلونکي واکمنان بولي.

    د دې ډلې په چوکاټ کې هم ټول، د پرځېدلي جمهوریت د وخت ماشیني جنرالان او مفسد چارواکي دي چې هغه مهال یې د جګړې ډګر پرېښود او له افغانستانه یې پښې سپکې کړې. دوی د جګړې پر مهال هم په ډېرو ولایتونو کې ولسي وګړو ته پراخه مرګ ژوبله اړولې او اداري او اخلاقي فسادونو پراخې او ګڼې دوسیې هم لري. په هر صورت، که تر هغو یې راتېر شو، دې ډلې اوس تازه د یوناما دا طرحه سخته نقد کړې او د یوناما او په ټوله کې د ملګرو ملتونو شتون یې ننګولی دی.

    دوی په همدې تړاو اوږده لیکنه خپره کړې، ځانونه یې پکې د افغانستان د خلکو اصلي استازي معرفي کړي، د ډیموکراسۍ، انتخاباتو، ټولګډونه حکومت، عدالت، ملي یووالي، مبارزې، د بدیل ځواک، د قدرت د وېش او شفافیت په څېر یې ډېر نور ستر شعارونه زمزمه کړي او یوناما یې ننګولې چې ولې یې د دوی په اصطلاح د دوی مهم رول په دې طرحه کې له پامه غورځولی دی.

    لومړی خو که د دې جبهې جوړښت ته وکتل شي، رهبري یې ټوله له هغو کسانو ډکه ده چې د پرځېدلي جمهوریت په وخت کې هم چارواکي وو، امریکايي او نړیوال ملاتړ ورسره و، لسګونه او ان سلګونه زره امنیتي کسان یې لرل، ادارې یې لرلې، ډالر یې لرل، واک یې درلود او زور یې درلود.

    دوی هغه وخت له دې ټولو امکاناتو سره سره، دا پورته ټول مسائل مسخره کړل، ډیموکراسي یې مسخره کړه، انتخابات یې مسخره کړل، حکومتولي یې مسخره کړه، عدالت یې مسخره کړ، افغانستان یې د تجزیې په پوله درلولی و، له ځانونو او کورونو یې د سختې وېرې له کبله لسګونه او سلګونه امنیتي کسان او سیمنټي دېوالوه را تاو کړي وو، اداري او اخلاقي فساد پکې اوج ته رسېدلی و او په ټوله کې یې ټول هغه کاذب شعارونه مسخره کړل چې اوس یې بیا تکراري چیغې وهي.

    له دوی باید وپوښتل شي چې هغه مهال یې ولې دغه ارزښتونه او شعارونه نه عملي کول؟ ایا ولس د دوی ظلمونه، خیانتونه او جنایتونه هېر کړي؟ ایا دوی په افغانستان کې له چا پوښتلي چې بیا د هغو مسخره ارزښتونو لپاره ورسره درېږي؟ ایا دوی ته بیا څوک اجازه ورکوي چې بیا خپلې هغه نشې او تماشې راژوندۍ کړي؟ نه، ابداً نه!

    د دوی دا ټولې چیغې د دوی د بې وسۍ چیغې دي، دوی لا له مخکې د افغانستان خلکو رټلي دي، اوس دا دي یوناما او بل هر نړیوال ادرس هم ورټل. یوناما او نړیوال اوس تر بل هر وخت د افغانستان وضعیت، د افغانستان د خلکو غوښتنې او اړتیاوې ښې پېژني، یوناما او بل هر نړیوال ادرس اوس د افغانستان ريښتیني واکمنان او څښتنان ښه پېژني، نو ځکه یې دوی ته د یوه توت حیثیت هم ور نه کړ او دوی به د تل لپاره د افغانستان له سیاسي او بل هر ډګره ورک کېږي او نومونه او تورې کارنامې به یې تاریخ ته پاتې کېږي.

    که څه هم د یوناما دا طرحه لا هم ډېرې نیمګړتیاوې لري، خو که دوی د افغانستان شته واقعیتونو، د افغانستان ولس، د افغانستان نظام او جوړښت ته مراجعه وکړي، دا نیمګړتیاوې نورې هم راکمېدای شي او د یوه بشپړ تعامل لپاره لاره هوارېدای شي.

    یوناما او بل هر نړیوال ادرس باید د ازادۍ جبهې په څېر هر دا ډول جعلي ادرس ته له ورتګ او ان ورسره له مشورې ډډه وکړي، د دوی دغو کاذبو شعارونو او دروغجنو تبلیغاتو ته پام ونه کړي او د افغانستان خلکو، د دوی ريښتيني ادرس، د دوی نظام او د دوی غوښتنو ته مراجعه وکړي، دا د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د تعامل یوازینی او باوري ادرس دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامنیتي ځواکونو کندوز کې یو مسلکي غل د سلګونه زره افغانیو په ارزښت د سرو زرو د غلا په تور نیولی
    راتلونکي مقاله خوست کې د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د سړک جوړونې يوه پروژه بشپړه شوه

    مربوطه لیکنې

    د یوه متنازع شخصیت د میراث ارزونه؛‌ احمدشاه مسعود د ملت، تاریخ او استخباراتي لوبو په هینداره کې

    31 مې 2025

    په سیمه ییزو مسایلو کې د مخالفو ډلو بې ثباته او نا څرګند دریځونه

    29 مې 2025

    امرالله صالح؛ د جمهوریت د استبدادي نظام وارث او د نړۍوالو دریځونو د تحریف لوبغاړی

    28 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 31 مې 2025

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګې…

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.