Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د یوه افغان کډوال ځان‌ سوځونه؛ له واقعیت د سرپرست حکومت د مخالفینو تر تبلیغاتو
    لیکني

    د یوه افغان کډوال ځان‌ سوځونه؛ له واقعیت د سرپرست حکومت د مخالفینو تر تبلیغاتو

    صابر افغانصابر افغان28 مې 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له شک پرته د جمهوریت د فاسد نظام له نسکورېدو وروسته، ټولنیزې شبکې د تېر رژیم د پاتې شونو او منفورو څهرو لپاره یوازینی پناه ځای ګرځېدلی، دوی اوس هڅه کوي د دروغو او خیالي پېښو په اړه د آوازو خپرولو په مټ، دا وروستۍ لاره هم د یو آلې په توګه وکاروي.

    همدا لامل دی چې وخت ناوخت د خلکو له احساساتو سره لوبې کوي، دروغجن تبلیغات خپروي او غواړي د سرپرست حکومت او مسؤلینو په بدنامولو سره خپله توره ماضي د ولس له حافظې څخه پاکه کړي.

    په دې وروستیو کې د محمد امیر توسلي په نوم د یو افغان کډوال د ځان‌ سوځونې پېښه رسنیزه شوه. د سرپرست حکومت مخالفین ادعا کوي چې نوموړی د جمهوریت پر مهال د ملي اردو پیلوټ و، کله چې نوموړي له مشهد څخه د وتلو پاڼه ترلاسه کړه، له دې وېرې چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته به د سرپرست حکومت له‌ خوا محاکمه شي؛ ځان ته یې اور واچاوه.

    دا خبر ډېر ژر د سرپرست حکومت د مخالفینو د تبلیغاتو یوه وسیله وګرځېده او په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس شو؛ مخالفینو هڅه وکړل د دې پېښې لامل له سرپرست حکومت څخه وېره وګڼي.

    په همدې لړ کې حبیب الله حسام هم چې د جمهوریت د دورې یوه مشهوره بدنامه څهره او د دین په جامه کې د دین په خلاف ولاړ و، چوپ پاتې نه شو. هغه، چې پخوا یې د دین په نامه د دین پر ضد دریځ نیولی و، دا کار یې هم وستایه او ویې‌ ویل چې دې افغان پیلوټ د طالبانو تر واک لاندې ژوند څخه مرګ غوره وباله، ځکه خو یې خپل ژوند پای ته ورساوه.

    خو اوس څو مهمې پوښتنې مطرح کېږي: آیا رښتیا محمد امیر توسلي د جمهوریت پر مهال پیلوټ و؟ آیا د سرپرست حکومت د وېرې له امله یې ځان سوځولی؟ او که افغانستان ته د جمهوریت د پیلوټانو بېرته راتګ په رښتیا هم مرګ ګڼل کېږي، لکه څنګه چې مخالفین ادعا کوي؟
    په دې لیکنه کې به دې موضوعاتو ته کتنه وکړو.

    تر ټولو لومړی دا چې د ایران له داخلي او خارجي رسنیو سره د توسلي د کورنۍ د غړو خبرې او هغه څه چې د حکومت مخالفینو خپاره کړي دي، د ځمکې او آسمان په اندازه توپیر لري. د بیلګې په توګه د توسلي کورنۍ ویلي چې نوموړی په ایران کې زېږېدلی و او په تېرو ۱۴ کلونو کې هم په ایران کې اوسېدلی دی.

    ځکه خو دا ادعا چې نوموړی د جمهوریت پر مهال د اردو پیلوټ و، په بشپړه توګه ناسمه ده. که څه هم د کورنۍ یوه غړي یې دا ویلي چې هغه د پیلوټۍ مسلکي و، خو دا یې نه دي ویلي چې څه وخت او څو کاله په افغانستان کې پیلوټ و؛ یوه سرچینه ادعا کوي چې هغه د برهاني الدین رباني د واکمنۍ پر مهال د پیلوټ مرستیال و.

    دا چې نوموړي د حکومت د وېرې له امله ځان سوځونه کړې که نه، د کورنۍ یوه غړي یې ویلي چې محمد امیر له کلونو راهیسې له رواني ستونزو او ژور خپګان سره مخ و. نو کېدای شي د هغه اصلي لامل همدا رواني فشارونه وي، نه دا چې ګواکې له ایران څخه د وتلو د امر له امله یې دا کار کړی.

    خو که وغواړو پوه شو چې آیا د جمهوریت د پیلوټانو بېرته راستنېدل د دوی لپاره کوم ګواښ پېښوي او که نه، نو یو نظر باید هغو پیلوټانو ته وکړو چې په تېر کلونه کې بېرته خپل وطن ته راستانه شوي دي.

    د بېلګې په توګه، د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د دلوې په ۱۷مه د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د پخواني حکومت پنځه تنه پیلوټان هېواد ته راستانه شوي دي. دوی نه یواځې دا چې له هیڅ ډول ځورونې سره نه دي مخ شوي، بلکې د سرپرست حکومت د مسؤلینو له لورې تود هرکلی هم ورته ویل شوی دی. دا څرګند ثبوت دی چې حکومت خپل هېواد ته له راستنېدونکو پیلوټانو سره نېک چلند کوي او هغوی ته د خدمت زمینه برابروي.

    په پایله کې ویلای شو چې د تبلیغاتي سوژې او آلې په توګه د نامعلومو پېښو کارول او د خلکو له احساساتو سره لوبې، نه یواځې دا چې د مخالفینو په لاسونو د واقعیتونو تحریف دی، بلکې دا هم ښيي چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته دوی ته له دروغو، جعلي تبلیغاتو او رسنیزو آوازو پرته بل هېڅ ورپاتې نه دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبلوڅ بېلتون پالو په دوه جلا بریدونو کې اووه پاکستاني پوځیان وژلي او ټپیان کړي
    راتلونکي مقاله د روسیې د امنیت شورا مرستيال او پخوانی ولسمشر ديميتري مدودف د ټرمپ خبرو ته په غبرګون کې: يواځينۍ بده پېښه درېيمه نړيواله جګړه ده، نور هېڅ نشته هيله ده ټرمپ په دې پوه شي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو د نفوذ نقشې او د هغوی احتمالي ګواښونه

    30 مارچ 2026

    د امریکا جګړې وزارت پخوانی سلاکار ډګلاس ماګریګور: ايران په نوې بڼه يوه داسې جګړه پيل کړې، چې امريکا يې د مقابلې توان نه لري

    28 مارچ 2026

    پر افغان چارواکو بندیزونه او په وړاندې یې میداني واقعیتونه‎

    28 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 30 مارچ 2026

    بلوچستان کې د پاکستاني رژیم پر شمسي هوايي هډې راکټي بریدونه شوي

    ځایي سرچینې وایي، د بلوچستان ایالت د واشک ولسوالۍ کې نن (دوشنبه) سهار د پاکستاني…

    د افغان حکومت مشرتابه د فرمان له امله افغانستان کې د کوکنارو کښت کچه په یې ساري ډول ټيټه‌ شوې

    30 مارچ 2026

    د بلوچستان چهل‌مګسي ولسوالۍ کې د پولیسو یو مهم مرکز د ازادي‌غوښتونکو لاسته ولوېد

    30 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوچستان کې د پاکستاني رژیم پر شمسي هوايي هډې راکټي بریدونه شوي

    30 مارچ 2026

    د افغان حکومت مشرتابه د فرمان له امله افغانستان کې د کوکنارو کښت کچه په یې ساري ډول ټيټه‌ شوې

    30 مارچ 2026

    د بلوچستان چهل‌مګسي ولسوالۍ کې د پولیسو یو مهم مرکز د ازادي‌غوښتونکو لاسته ولوېد

    30 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،084 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،157 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.