Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې
    تورې څېرې

    د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    عمران آغاعمران آغا10 مې 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لومړۍ برخه

    لیکنه: مبارز هروی

    د مجاهدینو په نوم دوکانداران:
    افغانستان په تېرو لسیزو کې د ډیرو بدلونونو او تحولاتو شاهد پاتې شوی دی؛ هغه بدلونونه چې ډېر یې د اشغالګرو له اشغال یا د هغوی له ماتې سره تړاو لري. دې بدلونونو د فرصتونو تر څنګ، محرومیتونه او کړاوونه هم له ځان سره راوړي دي.

    د پخواني شوروي اتحاد له لوري د هېواد اشغال، په هېواد کې د ګڼ شمېر بدلونونو لامل شو چې له ډلې یې د جهادي تنظیمونو او ډلو راڅرګندېدو ته اشاره کولای شو.

    په داسې یوه مرحله کې چې د اشغالګرو او د دوی د داخلي اجیرانو ظلمونه له اندازې اوښتي وو، د افغانستان غیور ملت په کمو او ناچیزو امکاناتو پاڅون وکړ، د خپل دین، خپلواکۍ او خاورې د دفاع لپاره یې جګړه پیل او د شوروي اتحاد پر وړاندې د بریا لپاره یې مبارزه پیل کړه.

    سره له دې چې د افغانانو سپېڅلی جهاد یواځې د الله تعالی د رضا او د مظلومانو د دفاع لپاره و، خو په دې منځ کې ځینو کسانو له حالاتو څخه ناوړه ګټه پورته کړه، د جهاد له نوم او د اشغالګرو پر ضد د مبارزې له عنوان یې کار واخیست، د دنیا ناچیزه ګټه یې د آخرت په بې بدیله ګټه غوره وبلله.

    ځینې کسان داسې هم وو چې د جهاد له بیرغ سره یې د الله اکبر نعره پورته کړې وه، خو په حقیقت کې د دنیا په واک او مقام پسې ګرځېدل او د دې لپاره یې له هېڅ ډول شریعت ضد عمل څخه ډډه نه کوله.

    اسماعیل خان؛ هغه نوم چې د افغانستان د ډېرو خلکو، په ځانګړي ډول د هېواد په لویدیځ کې د جګړې، زور او په هرات د اوږدې واکمنۍ یاد تازه کوي، دی یو له هماغو دوکاندارانو څخه و چې د آخرت غوښتنې له شعار سره، د دنیا په ګټو پسې روان شو او ډېر خلک یې په چل او دوکه وغولول.

    اسماعیل خان چې د جهادي قومندانانو له مشهورو څهرو څخه شمېرل کېږي، کلونه کلونه یې په سیاست او نظامي صحنو کې غوښن رول درلودلی دی، نوموړی د خپلو پلویانو لپاره یو داسې اتل دی چې د دښمن پر وړاندې ودرېد، خو د دې کیسې تر شا یوه بله مرموزه څهره هم شته؛ داسې چې ډېره کمه لیدل شوې او ډیرې کمې خبرې ورباندې شوي.

    د دې نوموتي قومندان تر شا، یو داسې پټ ژوند‌لیک نغښتی دی چې له رسمي روایتونو او تبلیغاتي انځورونو سره هیڅ ورته والی نه لري؛ یو داسې ژوند لیک چې له جنجالي پرېکړو، کړنو او داسې سیاستونو ډک دی چې د خلکو پر برخلیک یې ژور او ناوړه اغېز پرېښود.

    د مقالو په دې لړۍ (د یوه قوماندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې) تر عنوان لاندې، د باوري سرچینو پر بنسټ، د اسماعیل خان ژوند او پټو کارنامو او د ژوند تورو پاڼو ته کتنه کوو.

    نور بیا…

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهشاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده
    راتلونکي مقاله دفاع وزارت: هند پر افغانستان کوم توغنديز بريد نه دی کړی او په دې اړه اوازې بې اساسه‌ دي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفینو بهرنۍ نسخې او پر افغانستان یې اغېزې

    29 مارچ 2026

    د ژمنو تر شا خیانت؛ پخواني عسکر د پردۍ جګړې قرباني شول

    24 مارچ 2026

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 5 اپریل 2026

    دفاعي ځواکونو د سېلابونو له امله بند پاتې لسګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

    د ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۵ البدر قول اردو د هوایي ځواک پر مټ…

    د حماس غورځنګ د القسام لوا وياند ابوعبیدة: موږ له وسله وال پوځي یرغل او ښکاره زورواکۍ سره مخ یو چې په توغندیو او راکټونو سره د ملګرو ملتونو منشور ټوټې ټوټې کوي

    5 اپریل 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پیل شوې

    5 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    دفاعي ځواکونو د سېلابونو له امله بند پاتې لسګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

    5 اپریل 2026

    د حماس غورځنګ د القسام لوا وياند ابوعبیدة: موږ له وسله وال پوځي یرغل او ښکاره زورواکۍ سره مخ یو چې په توغندیو او راکټونو سره د ملګرو ملتونو منشور ټوټې ټوټې کوي

    5 اپریل 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پیل شوې

    5 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،139 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،167 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.