له هغه ورځې راهیسې چې د سرپرست حکومت مخالفین له هېواد څخه وتښتېدل او په حقیقت کې د ملت له خوا وشړل شول، نور یې په هېواد کې دننه د پاتې کېدو هېله نه درلوده. په بهر کې یې د هېوادپالنې شعارونه پورته او د پردیو په غېږه کې یې د وطن غمخواري پيل کړه. اوس چې بهرني شرایط د ځان په ګټه ورته ښکاري او دښمنان یې خپل څنګلوري ولیدل، شپه او ورځ غونډې جوړوي، ډلې او ګوندونه رامنځ ته کوي او د هېواد د ابادۍ او مدیریت خبرې کوي.
په داسې حال کې کله همدا کسان په قدرت کې وو، د ملت اوږد مهاله دردونه یې درمان نشو کړلی او هېواد یې آباد نه کړ. اوس دا نه ده څرګنده چې دا دومره احساسات او د خدمت جذبه له کوم ځایه ورته پیدا شوه، چې هره ورځ سیاسي مانورونه کوي او د خیالي نظریو بازار ګرم ساتي!
کله نا کله ظاهراً داسې راټولېږي چې ګواکې ډېر ژر به د حالاتو واګې په لاس کې واخلي؛ له همدې امله د خلکو راټولولو او د حالاتو د مدیریت لپاره تابیا نیسي، د همدې لپاره دندې او مسؤلیتونه ویشي، خو د افسوس ځای دی چې لا یې هم دا نه دي زده کړي چې څنګه سره یو لاس او همغږي شي.
شاید د حیرانتیا وړ وي، خو حقیقت دا دی: «د مقاومت جبهې او د جمعیت ګوند اعلان وکړ چې د جوړښت، تګلارو او د مدیریت د طرز له امله یې د افغانستان د ژغورنې له مجمع سره خپله همکاري پای ته رسولې ده».
اصلي ستونزه نه په جوړښت کې ده، نه په تګلارو او اصولو کې، اصلي مشکل د دوی د فکر په طرز او لیدلوري کې نغښتی دی؛ داسې لیدلوری چې د وطن دوستۍ تر ځلېدونکو شعارونو لاندې، شخصي او ډله ییزو ګټو ته کار کوي. تر څو چې د پردې تر شا پر خپلو ګټو توافق ته ونه رسېږي، هیڅکله به د خلکو په مخ کې پر یوه واحده اجنډا موافقه او جوړښت ونه کړي.
د دې بېلتونونو تر ټولو مهم لامل دا دی چې دوی له واضح، منظمې او ګډې تګلارې څخه بې برخې دي. د مشخص چوکاټ په نه شتون کې د تشکیل او د مدیریت د طریقې پر سر جنجالونه کوي او د یووالي پر ځای د اختلاف تخم شیندي.
د دوی ترمنځ ګوندي چلندونو او د شخصي ګټو لومړیتوب ته په پام، سر له اوسه د دوی د خرابې پایلې او راتلونکې اټکل کېدای شي؛ له داسې ډلو څخه ملت ته د خیر هېڅ تمه نشي کېدلی.
د دې ډلو او ټپلو د پاشل کېدو او ټکر یو بل لوی لامل د دوی په منځ کې د هماغه زړو، تجربه شویو څهرو شتون دی؛ هغه څهرې چې تېر تور تاریخ یې ملت ته د لمر په څېر روښانه دی. همدا کسان بیا هماغه زړې، بې محتوا خبرې تکراروي او غواړي یو ځل بیا د قدرت واګې په لاس کې واخلي. د نویو څهرو نه شتون د ورته ناستو او اشرونو د ناکامۍ لامل دی، ځکه د تکراري افرادو په لیدو سره ملت د خبرو تر اورېدو وړاندې نتیجه ویني او هیلې ور پورې نه تړي.
دا کسان فکر کوي چې د افغانستان هوښیار ملت د دوی له پټو شومو اعمالو ناخبره دي او یواځې به د رسنیو له لارې په خپرو شویو دروغجنو خبرو زړه وتړي، حال دا چې واقعیت داسې نه دی. له وروستیو تحولاتو او د نظام له بدلون وروسته، د دې پخوانیو بدنامو څهرو په اړه د خلکو لیدلوری ۱۸۰ درجې بدل شوی دی.
اوس ملت د امن او ثبات په فضا کې ژوند کوي. یواځې لږ وخت غواړي ترڅو افغانستان د امیدونو او ارمانونو په پیاوړې کلا بدل شي او ډېر ژر د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې د ژوند او ګرځندوی لپاره ځای ومومي.
سره له دې چې په تېر کې د سرپرست حکومت له مخالفینو سره د نړۍوالو پراخې مالي او بشري مرستې مل وې، دوی بیا هم ونه توانېدل چې هېواد ورغوي. اوس بیا له هماغو زړو افکارو سره راستانه شوي، بې له دې چې پوه شي په څه ډول خپلې شخصي غوښتنې شا ته کړي او په رښتینې توګه د هېواد لپاره کار وکړي.
ځکه خو له دې خلکو هېڅ تمه نشي کېدلی، همداسې دې پرېښودل شي چې په خپلو بې پایلو او بې ثمره مجلسونو بوخت وي. ملت او حکومت ته پکار ده چې په خوارۍ او زیار سره د ملي اهدافو د تحقق او د هېواد د پرمختګ لپاره شپه او ورځ کار وکړي.
په دې کې شک نشته چې ملت د داسې حکومت ملاتړ کوي چې امن او ثبات راولي، د اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړي؛ ملت به هېڅکله اجازه ورنکړي چې دا اسلامي هېواد له دومره لوی تاریخ سره یو ځل بیا د داخلي او خارجي دښمنانو د لوبو قرباني شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.