د سرپرست حکومت د مخالفو ډلو ترمنځ دوامداره او ورځ تر بلې پراخېدونکي ټکرونه، له شک پرته د هغوی د ورانکارو فعالیتونو پر وړاندې ستر خنډ دی؛ دغه اختلافات د جمهوریت په شل کلنه دوره کې هم د یوې لا علاجه ناروغۍ په بڼه له دوی سره مل وو او تر وروستیو شېبو پورې پای ته ونه رسېدل.
وروسته له هغه چې سرپرست حکومت واک ته ورسېد، دې مخالفو څهرو هڅه وکړل چې یو خپل منځي یووالي ته ورسېږي، دا هڅې کله ناکله د لویو ګوندونو او نویو ائتلافونو د رامنځ ته کېدو لامل شوې.
د افغانستان د نجات ملي مجمع هم یو له همدې نویو جوړو شویو څه ائتلافونو و چې تېر کال د لیندۍ میاشتې په جریان کې د عبدالرشید دوستم، احمد مسعود، کریم خلیلي، عمر داوودزي، رحمت الله نبیل، محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف، اسماعیل خان، تادین خان، صادق مدبر، صلاح الدین رباني او عطامحمد نور په غړیتوب سره اعلان شو.
دغه ائتلاف هغه مهال د سرپرست حکومت د مخالفینو لپاره د هیلو وروستی څرک بلل کېده او داسې انګېرل کېده چې ښایي دوی دا ځل وکولای شي د سرپرست حکومت په وړاندې د یوه واحد دریځ په مټ خپل سیاسي موقف بېرته ترلاسه کړي.
خو دغه اتحاد چې څه باندې څلور میاشتې یې دوام وکړ، د ۱۴۰۴ کال د حمل په ۱۹مه د اجرائیه مشر په توګه د عمر داوودزي له ټاکل کېدو سره یو نوی ټکان وخوړ، له همدې ورځې وروسته د مجمع د غړو ترمنځ د ژورو اختلافاتو او ټکرونو خبرونه خپاره شول.
څه ډول چې تمه کېده، دې نوي جوړ شوي اشر هم کار ورنکړ او ډېر ژر له پاشلتیا سره مخ شو. مقاومت جبهه، آزادۍ جبهه او جمعیت ګوند تازه غړي وو چې له دې مجمع څخه یې د وتلو پرېکړه د رسنیو له لارې اعلان کړه.
د واک، دندو، امتیازاتو او صلاحیتونو د وېش پر سر اختلافات یو ځل بیا د ماتې اصلي لامل وګرځېدل. د مقاومت جبهې په وینا، د مجمع په جوړښت، پالیسیو او د کار په څرنګوالي کې اختلاف و، له همدې امله یې شراکت پای ته ورساوه.
د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند هم د مقاومت جبهې د دریځ په تائید له مجمع څخه د وتلو دلیل داسې څرګنده کړ: «هغه اصول او مباني چې موږ ورته ارزښت ورکوو، د افغانستان د نجات ملي مجمع له لارې د سیاسي، تخنیکي او د خلکو د اوسني وضعیت له امله د ساتلو وړ نه دي. موږ نه د دې نهاد په پرېکړو کې شامل وو او نه هم یو».
بل لوري ته د افغانستان د آزادۍ جبهې بیا له دې مجمع سره د اړیکې د پرېکون لپاره بل تاکتیک غوره کړ. دوی د مجمع د غړیتوب ادعاوې بې ځایه آوازې وبللې او په کلکه یې رد کړې او وايي چې تر اوسه یې په هېڅ ډول سیاسي ائتلاف یا جوړښت کې چې د ګډ سازمان شوي کار اړتیا ولري، ګډون نه دی کړی.
دا چې د افغانستان د آزادۍ جبهې او جمعیت ګوند له دې مجمع نه ژر لاره بېله کړه، پایله دا ده چې د سرپرست حکومت مخالفو ډلو نه یواځې دا چې له تېرو تجربو عبرت نه دی اخیستی، بلکې لا هم د شخصي ګټو، قدرت غوښتنې او د داخلي اختلافاتو اسیران پاتې دي او هېڅکله هم نه غواړي له خپلو ګټو تېر شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.