د افغانستان د وروستیو څلورو لسیزو سیاسي بحرانونه له یو شمېر تکراري عواملو سرچینه اخلي، لکه قومي تجزیه، تنظیمي جګړې، د اقتدار تنده او تش په نوم ګوندونه. تازه راپورونه وایي، چې یو شمېر پخوانیو افغان سیاسيونو او چارواکو چې زیاتره یې د پخوانیو ناکامو حکومتونو پاتې شوني دي، د «ملي عدالت» تر نامه لاندې یو بل سیاسي ګوند اعلان کړی دی. دغه ګوند د ترکیې په استانبول کې د یوه هوټل په تالار کې اعلان شو، دا خپله د دې ښکارندویي کوي چې دا حرکت نه د خلکو له منځه را پورته شوی، نه ملي جرړې لري او نه هم د هېواد د واقعي اړتیاوو له مخې رامنځ ته شوی دی.
که د عدالت ګوند جوړښت، مشرتابه او د ګډونوالو فهرست ته وګورو، نو دا یوه بله قومي ډلهبندي ده، نه یو ملي حرکت. د ګوند مشر، مرستیالان او ګډونوال ټول د افغانستان د ترکمنو او ازبکو له منځه ټاکل شوي، چې پدې سره د قومي عدالت غوښتونکو د «عدالت» په نوم د عدالت ضد حرکت بنسټ اېښی دی. په داسې حال کې چې افغانستان له قومي وېش، تعصب او سیاسي انحصار څخه سخت کړېدلی، د داسې یو ګوند اعلان یوه بله ناکامه، ضعیفه او د خپل مشروعیت څخه بېبرخې هڅه بلل کېدای شي.
د دغه ګوند ډېری بنسټ ايښودونکي هغه څهرې دي چې د پرځېدلي جمهوریت دورې له سقوط سره دوی هم له صحنې ووتل. د کابینې پخواني وزیران، پخواني سناتوران، سفیران او د ولسي جرګې پاتېشوني غړي، اوس بیا د عدالت خبرې کوي. خو د پوښتنې ځای دا دی: که چیرې دوی رښتینی عدالت غوښت، نو ولې یې هغه مهال د خپلو مقامونو له لوري دا عدالت تأمین نه کړ؟ که دوی واقعاً له ناپوهۍ سره مخالفت لري، نو ولې یې د خپلو واکمنیو پر مهال د تعلیمي نظام د فساد، تنظیمي تعصب او ګوندي مداخلې پر ضد غږ پورته نه کړ؟ دا ټولې نښې ښيي چې دا ګوند هم د محدودو اشخاصو د شخصي ګټو ژغورنې، حیثیت ساتنې او د پردیو پروژو د تطبیق لپاره جوړ شوی، نه د ملت د خیر لپاره.
د عدالت تر نامه لاندې حرکت، له لومړۍ ورځې د یوه مشخص قومي رنګ استازیتوب کوي. دا ډول تحرکات چې له یوې مشخصې قومي ډلې څخه راپورته شي، نه یوازې دا چې ملي یووالی نه شي تضمینولای، بلکې د قومونو ترمنځ واټنونه لا زیاتوي. افغانان له همدې تجزیهپالو حرکتونو ځورېدلي؛ هر څوک د خپل قوم په نوم صحنې ته راځي، ځان ته د نمایندګۍ دعوه کوي، خو د اکثریت د دردونو پر وړاندې چوپ دي. عدالت هغه وخت معنی لري چې ټول قومونه، ټول اقشار او په مجموع کې ټول ملت ځان پکې وویني، نه دا چې د یوې سیمې یا قوم خصوصي پوښتنه او غوښتنه پکې وي.
د افغانستان ملت نور د دې توان نه لري چې د پردیو د استخباراتي پروژو په چوکاټ کې د جوړو شویو او کمپاینمحوره ګوندونو د اعلامیې قرباني شي. ملت له جګړې، مهاجرت، فقر، بېعدالتیو او سیاسي سوداگرۍ ستړی شوی. د عدالت، اقتصاد، ورورولۍ او پوهې خبرې هغه وخت ارزښت لري چې دا خبرې له عمل، قربانۍ او ملي نیت سره یو ځای شي. خو دلته بیا هم هغه پخواني څهرې دي، پخواني شعارونه دي او هماغه شړېدلي پخواني جوړښتونه. یوازې نوم بدل شوی، نور هر څه هماغه مخکني دي.
افغانستان یو داسې سیاسي تجدید ته اړتیا لري چې له هر ډول قومي، ژبني، تنظیمي او سمتي تعصب څخه پاک وي. دا وطن د اسلامي مفکورې، نظریې، وجدان او اصولو له مخې یوازې قوي مرکزي حکومت ته اړتیا لري، نه د تنظیمي پاتې شونو نویو نندارو ته. عدالت ګوند باید زده کړي چې عدالت له شفافیت، شایستګي او ملي شمولیت سره راځي، نه له قومپالنې، فرصتطلبۍ او تنظیمي سرلیکونو سره. په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د جوړو شویو ورته ګوندونو او ډلو ټپلو یو په بل پسې ړنګېدل د همدې خبرې ښکاره ثبوت کېدلی شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.