د اسماعیل خان او ایران ترمنځ پټې اړیکې: «کلتوري یرغل؛ د هرات پټ زخم»:
د وروستیو لسیزو په پرلپسې کلونو کې، افغانستان او افغان مظلوم ولس له سیاسي او پوځي یرغلونو نیولې، تر فکري او کلتوري هغو پورې بېلابېل یرغلونه لیدلي.
په دې لړ کې د افغانستان د معاصر تاریخ یو له ترخو او تورو پړاوونو څخه په هرات ولایت کې د اسماعیل خان د واک دوره ده؛ هغه دور چې د هېواد جنوب لوېدیځ، په ځانګړې توګه د هرات تاریخي ښار، په داسې حال کې چې د امریکایي ځواکونو او د هغوی د ملاتړو تر اشغال لاندې و، دننه هم د کلتوري یرغل په اور کې وسوځېد.
اسماعیل خان چې د طالبانو له بند څخه تر تېښتې وروسته د ایران د حکومت په مستقیم ملاتړ بېرته قدرت ته ورسېد، همېشه یې له ایراني استخباراتي او کلتوري بنسټونو سره نږدې او پټې اړیکې درلودلې؛ هغه اړیکې چې ډېر ژر یې په هرات کې د ایران د فرهنګي نفوذ د پراخېدو لپاره زمینه برابره کړه؛ دغه نفوذ ښوونځیو، دیني مدرسو، رسنیو او جوماتونو ته ورسېد او د ولس په منځ کې یې ژوره ریښه وکړه.
د ایران د فرهنګي یرغل له مهمو نښو څخه یوه هم له ایرانۍ لهجې او لغاتونو سره د فارسی ژبې ترویج و؛ په هغه وخت کې ډېری خصوصي ښوونځيو او فرهنګي مرکزونو د ایران درسي کتابونه تدریس کول، په دې سره یې د هرات ولسي لهجه ورو ورو له منځه یوړه. په پایله کې یو داسې نوی نسل وروزل شو چې په ایرانۍ لهجه، اصطلاحاتو او کلماتو غږېدل.
هغه ټلوېزیونونه، راډیوګانې او ورځپاڼې چې په هغه وخت کې فعالې شوې، یا یې مالي ملاتړ له ایران څخه وو او یا به یې د ایران د رسنیز سیستم تقلید کاوه. دا یوه داسې خطرناکه وسیله وه چې د اسماعیل خان د ځان بولې واکمنۍ پر مهال یې د ایران فرهنګي یرغل د خلکو تر کورونو ورساوه.
ایراني مذهبي او فرهنګي فلمونو، سریالونو او پروګرامونو د اسماعیل خان د حکومت پر مهال، عامه ذهنیت د ایراني فرهنګ او ژوند بڼې په لوري سوق کاوه.
پر ژبني او رسنیز بُعد سربېره، مذهبي یرغل هم بې سارې او بې مخینې بڼه خپله کړه؛ د ایران په مالي مرسته جوماتونه، حسینیهګانې او دیني مرکزونه جوړ شول او د شیعه مذهب یوه ځانګړي تعریف تبلیغ او د محرم په ورځو کې د ایران د عزادارۍ کلتور په بې ساري ډول ترویج شو.
دې حالت نه یوازې په هراتي ټولنه کې مذهبي اختلافات ډیر کړل، بلکې د یووالي فضا یې هم خرابه کړه، مذهبي شخړو ته یې زمینه مساعده کړه، د قومونو او مذاهبو ترمنځ یې اوږدمهاله او سولهییز ګډ ژوند ستونزمن کړ.
په همدې موده کې د ایران فرهنګي سیاستونه چې د مذهبي فعالیتونو په پوښښ کې ترسره کېدل، د سیاسي نفوذ ابراز وګرځېدل او د هرات ټولنیز یووالی یې په نښه کړ.
د ایران فرهنګي یرغل چې له امریکایي نظامي اشغال سره په یوه وخت روان و، د خلکو فرهنګي مقاومت کمزوری کړ، د ولس پام د امنیتي او نظامي موضوعاتو لوري ته و، ځکه خو نه یوازې فرهنګي یرغل ته پوره پاملرنه ونه شوه، بلکې د اسماعیل خان په څېر د وخت د شرمېدلو څهرو د سکوت او یا همکارۍ له امله، لا نور هم پیاوړی شو.
پایله دا چې د اسماعیل خان د واکمنۍ دوره نه یوازې د ایران د نفوذ لپاره د یوې نوې مرحلې پیل و. بلکې یو پردی، ناپېژندل شوی او غیر اصیل هویت یې پر نوې نسل وتاپه؛ یو داسې هویت چې د دې خاورې له ارزښتونو، دودونو او تاریخي اصالت سره په ټکر کې و.
دوام لري…
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.