Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د یو ماشوم په گډون د پاکستان له زندانونو څخه ۱۱ تنه ازاد شوي
    افغانستان

    د یو ماشوم په گډون د پاکستان له زندانونو څخه ۱۱ تنه ازاد شوي

    صابر افغانصابر افغان13 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د یو ماشوم په گډون د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۱۱تنه افغانان ازاد شوي دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یو افغان ماشوم چې له ۲ کاله او شپږ میاشتو راهیسې د پاکستان په زندان کې بندي و، د خیبر پښتونخوا د کډوالو چارو اتشې له لوري تر خوشې کېدو وروسته په تورخم فرضي کرښه کې خپلو والدینو ته وسپارل شو.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په لوړه کچه له ملي او نړيوالو بنسټونو سره په گډه کار کوي، چې په غوره مديريت سره هېواد ته راستنو شوو افغان کډوالو ته اساسي حقوق او اسانتياوې برابرې کړي، چې له ستونزو او ننگونو څخه خلاصون ومومي او له خپلو کورنیو سره ډاډمن ژوند ولري.

    همدارنگه د پاکستان له زندانونو څخه ۱۰ تنه هغه بندیان هم ازاد شوي، چې په پاکستان کې یې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله ۲ کاله او شپږ میاشتې بند موده تېره کړې وه، چې د نړیوالو پولیسو له لوري په تورخم کې افغان پوله‌ساتو ځواکونو ته سپارل شوي دي.

    د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، نن او پرون د نیمروز، هرات، کندهار او ننگرهار له لارې ۹زره او ۷۳۰ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توگه راستانه شوي دي.: «د نیمروز د ورېښمو، د هرات د اسلام‌کلا، د کندهار د سپین‌بولدک او د ننگرهار د د تورخم له لارې څخه پخپله خوښه او په جبري توگه ۹۵ کورنۍ چې ۵۳۲ تنه کېږي له تورخم فرضي کرښې، ۱۵۲کورنۍ چې ۸۲۱ تنه کېږي د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې له پاکستان څخه او په ایران کې مېشت څلور زره او ۷۹۷ تنه د هرات اسلام کلا او درې زره او ۵۸۰ تنه د نیمروز د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.»

    د خبرپاڼې له مخې، راستانه شوي کډوال د نورو مرستو په موخه د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي او دغه راز له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم شوې ده.

    مخکینۍ مقالهپه اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر: افغان کډوالو چاته زیان نه دی رسولی، بلکې د پاکستان په اقتصادي پیاوړتیا کې یې مهمه ونډه اخيستې
    راتلونکي مقاله میدان وردگ: د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۷ تنو ته مرگ‌ژوبله اوښتې

    مربوطه لیکنې

    ملا عبدالغني برادر او د ترکمنستان ولسمشر په افغان خاوره کې د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه

    20 اکتوبر 2025

    کابل کې د اریا ښارګوټي څه باندې ۱۸ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    20 اکتوبر 2025

    راستنېدونکو کډوالو ته د څه باندې يو ميليون ډالرو په ارزښت نورې مرستې رسول کېږي

    20 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 21 اکتوبر 2025

    هندوستان کابل کې خپله ډیپلوماتیکه استازولي د سفارت کچې ته لوړه کړه

    د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې کابل کې یې خپله ډیپلوماتیکه استازولي…

    اسرائيل له سخت اقتصادي او سمندري بحران سره مخ دی

    21 اکتوبر 2025

    د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې مشر سرګئي ناريشکن: ناټو د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره په بشپړ چمتووالي بوخته ده

    21 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هندوستان کابل کې خپله ډیپلوماتیکه استازولي د سفارت کچې ته لوړه کړه

    21 اکتوبر 2025

    اسرائيل له سخت اقتصادي او سمندري بحران سره مخ دی

    21 اکتوبر 2025

    د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې مشر سرګئي ناريشکن: ناټو د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره په بشپړ چمتووالي بوخته ده

    21 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،067 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،002 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،054 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.