Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راپه‌دېخوا تر ۲۰ زرو ډېر اسرائيلي پوځيان ټپيان شوي
    منځنی ختیځ

    د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راپه‌دېخوا تر ۲۰ زرو ډېر اسرائيلي پوځيان ټپيان شوي

    صابر افغانصابر افغان15 سپتمبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اسرائیلي رژيم دفاع وزارت په تازه خپرو کړيو ارقامو کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د غزې جګړه کې د دې رژيم تر ۲۰ زرو ډېر پوځيان ټپیان شوي دي.

    د معلوماتو له مخې په ټپي شويو ۲۰ زره اسرائيلي پوځيانو کې له نیمایي ډېر یې اوس له سختو رواني ستونزو کړېږي او د جګړې کولو توان او تمرکز یې له لاسه ورکړی دی.

    د اسرائيلي رژيم دفاع وزارت زیاته کړې، چې نږدې ۴۵ سلنه پوځيان فزیکي ژور ټپونه لري او ۲۰ سلنه نور بيا له دواړو رواني او فزیکي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

    په خپرو کړو معلوماتو کې همدا راز ويل شوي، چې ۹۹ پوځيانو د بدن غړو له پرې کېدو وروسته مصنوعي غړو ته اړتیا درلوده، ۱۶ په بشپړ ډول فلج شوي، ۵۶ سلنه د ډېر معلولیت لرونکو په توګه ډلبندي شوي او ۲۴ پوځيان بیا په بشپړ ډول معلول بلل شوي دي.

    په معلوماتو کې د اسرائیلي رژيم د پوځيانو د ځان وژنې ارقام نه دي‌ خپاره شوي؛ خو د نړيوالو رسنيو او بنسټونو د راپورونو له مخې له غزې جګړې څخه اسرائيل ته ستنېدونکي ډېری پوځيان د ځان وژنې په اړه فکر کوي او ځينو خو یې ځانوژنه کړې هم ده.

    د اسرائيل دفاع وزارت دا شمېرې داسې مهال خپروي، چې د غزې جګړه کې د دوی له لوري د خپلو تلفاتو خپرېدونکې شمېرې په لوړه کچه سانسور کېږي او دوی ته اوښتی ځاني او مالي زيان له نيمايي هم کم بيانوي.

    مخکینۍ مقالهد سړو خونو جوړونکو پانګوالو ته پنځه کلن مالياتي معافيت اعلان شو
    راتلونکي مقاله شمالي کوریا: اټومي وسلې د امریکا د ګواښونو پر وړاندې زموږ خونديتوب کوي

    مربوطه لیکنې

    شاوخوا ۸ زره شهيد شوي فلسطینیان لا هم تر خاورو لاندې دي

    14 فبروري 2026

    ټرمپ وایي نتنیاهو سره لیدنه کې یې له ایران سره د مذاکراتو پر دوام ټينګار کړی

    12 فبروري 2026

    نتنیاهو ټرمپ سره د لیدنې لپاره امریکا ته رسېدلی

    11 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 20 فبروري 2026

    تر بندیزونو لاندې افغانستان؛ ګټه یې چا ته رسېږي؟

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناموجه توګه او د واقعیتونو په خلاف، د افغان…

    د مخالفینو ترمنځ د اختلاف څپه د سولې او عدالت تر حرکت رسېدلې

    19 فبروري 2026

    ایا بهر مېشتي سیاستوال د خپلو هېوادوالو دردونه دوا کولای شي؟

    18 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تر بندیزونو لاندې افغانستان؛ ګټه یې چا ته رسېږي؟

    20 فبروري 2026

    د مخالفینو ترمنځ د اختلاف څپه د سولې او عدالت تر حرکت رسېدلې

    19 فبروري 2026

    ایا بهر مېشتي سیاستوال د خپلو هېوادوالو دردونه دوا کولای شي؟

    18 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،106 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،059 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،117 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.