ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې، د ۲۰۵ البدر قول اردو له تعلیمي مرکز څخه ۸۵۰ تنه ځوان منسوبين د درې میاشتني مسلکي، نظامي او عقیدتي زده کړو وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د یاد وزارت په وینا، په دې مراسمو کې د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندان ملا احمد شاه “دیندوست”، د قول اردو مرستیال سید عبدالجبار آغا، د ملي دفاع وزارت هیئت او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
دې غونډې ته په وینا کې مسئولینو د مسلکي، نظامي او عقیدتي زده کړو پر اهمیت او د نظم او ډسیپلین پر ارزښت خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال د ملي دفاع وزارت اړوندو ښوونیزو مرکزونو کې زرګونه ځوان منسوبین په مسلکي او عقیدوي زدهکړو بوخت دي.