شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ځواکونو د هرات له ادرسکن او ګذره ولسواليو څخه ۱۹ عرادې پوځي وسایط راټول کړي او د يادې قول اردو قرارګاه ته يې لېږدولي دي.له یادې قول اردو په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په راټول شويو وسایطو کې اووه عرادې رېنجر، اووه عرادې هاموي ټانکونه، څلور عرادې امبولانسونه او يوه عراده انټرنېشنل موټر شامل دي.په خبرپاڼه کې راغلي چې راټول شوي وسایط تر دې وړاندې د غيرمسئولو اشخاصو سره او يا هم په ځينو نظامي مرکزونو کې په تخريب شوې او نيمهتخريب شوې بڼه موجود وو.۲۰۷ الفاروق قول اردو ډاډ ورکړی، چې ياد وسایط به ترميم او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
ملي دفاع وزارت: پاکستانی رژیم خپلو عسکرو ته د اوښتو زیانونو د پټولو لپاره بېبنسټه ادعاوې کوي11 مارچ 2026
بهرنیو چارو وزارت: افغان حکومت غواړي له امریکا سره د بندیانو موضوع د رغنده تعامل له لارې پایته ورسوي10 مارچ 2026