د ملي دفاع وزارت وایي ، د ٢١٥ عزم قول اردو د ښوونیز مرکز له شپږمې دورې څخه ١٠٠٠ تنه ځوان منسوبین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ او ولس ته د خدمت لپاره وړاندې شول.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ۲۱۵ عزم قول اردو قومندان ملا شراف الدین تقي ویلي، د مجاهدینو قربانیو، سرښندونو او اتلولیو او د الله په نصرت شل کلن اشغال مات او هېواد کې یې اسلامي نظام حاکم کړ.
د یادونې وړ ده چې دا مهال د دفاع وزارت په اړوندو ښوونیزو مرکزونو کې زرګونه منسوبین په مسلکي زدهکړو بوخت دي.