د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له تعليمي مرکز د ښوونې او روزنې مدیریت د دوهمي دورې له دوه نيم میاشتنۍ ټولیزو زده کړو څخه ۱۹۸ تنه ځوان منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول په دي مراسمو کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان الحاج ملا امير خان”حقاني”، ترڅنګ ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود، قوماندان په خپلو خبرو کې ځوان منسؤبینو ته وويل: خپلو زده کړو ته دوام ورکړی، مسؤلیتونه وپېژني او ولس سره همکارۍ او ښه سلوک غوره کړي، نوموړي همداراز زیاته کړه تاسې له دغو زده کړو څخه په تېرېدو په هر لحاظ پیاوړي شوي یاست، تقوا غوره کړئ، د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړي.
ورته مهال نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې له اسلامي نظام او هیواد څخه به ساتنه کوئ.