Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ ادعاوې رد کړې
    افغانستان

    ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ ادعاوې رد کړې

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش1 فبروري 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پنج شنبه/ د دلوې ۱۳ مه
    د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په وروستي راپور کې ادعا شوې، چې ګنې په افغانستان کې د القاعده مرکزونه شتون لري.

    د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد په يوه خپره کړې اعلامیه کې دا ډول ادعاوې ردوي او زياتوي، چې د ملګرو ملتونو له ادرس څخه په «اسلامي امارت» باندې د تور پورې کولو يو منظم پروګرام پيل شوی، چې تل پروپاګند وي.

    په اعلاميه کې وړاندې راغلي، چې په افغانستان کې د القاعدې اړوند هيڅوک شتون نه لري، او حاکم نظام چا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه د چا پر ضد ګټه پورته کړي.

    د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په وروستي راپور کې ادعا شوې، چې اسلامي امارت له القاعده شبکې سره نږدې اړيکې او د دې ډلې ځينې مشران په افغانستان کې موجود دي.

    په راپور کې د يو شمېر ولايتونو يادونه هم شوې، چې ګنې په دغو ولايتونو کې د القاعده شبکې روزنځايونه او مدرسې موجودې دي.

    همداراز په راپور کې د پاکستاني طالبانو ترڅنګ د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او د اسلامي جهاد اتحاد ډلو سره د اړيکو يادونه هم شوېده.

    په راپور کې د داعش ډله د سيمې لپاره يو ګواښ بلل شوې، خو ویل شوي، چې د طالبانو د فشارونو له امله د داعش برېدونه کم شويدي.

    د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د امنيت شورا د راپور په غبرګون کې وايي: «بدبختانه د امنيت شورا راپورونه له هغو منابعو سرچينه اخلي، چې شل کاله د خپلو ګټو لپاره د اشغال ترڅنګ ولاړ و او د افغانستان له امنيت، ازادۍ او ابادۍ سره حساسيت لري»
    په اعلامیه کې زياته شوې ده: «هیله کېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېنږدي چې راپورونه يې د سياسي او اقتصادي منفعت طلبو د اهدافو ښکار شي او په افغانستان کې خپل حیثیت او باور له سوال سره مخ کړي»

    یاده دې وي، چې له دې وړاندې هم د ياد نړۍوال نهاد لخوا ورته ادعاوې شوي چې د حکومت د ويندوی دفتر لخوا رد شوي او بې بنياده بلل شوي دي.

    مخکینۍ مقالهپه لغمان کې څه باندې درې جریبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار له منځه یوړل شول
    راتلونکي مقاله لغمان: له کډوالۍ تازه راستانه شوو ۱۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان بانک: افغانۍ تېر کال خپل ثبات ساتلی او د ډالرو پر وړاندې یې بیه لوړه شوې

    5 اپریل 2026

    کابل کې د ترکیې شارژدافیر: ترکي شرکتونه د افغانستان سرو زرو کانونو کې پانګونې ته لېواله دي

    5 اپریل 2026

    مولوي امیرخان متقي: د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري

    5 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 5 اپریل 2026

    د حماس غورځنګ د القسام لوا وياند ابوعبیدة: موږ له وسله وال پوځي یرغل او ښکاره زورواکۍ سره مخ یو چې په توغندیو او راکټونو سره د ملګرو ملتونو منشور ټوټې ټوټې کوي

    ابوعبیده ويلي، چې اسرائیلي رژيم «دښمن» خپل یرغل پراخوي او په ټوله سیمه کې ویجاړي…

    خوست کې پر فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پیل شوې

    5 اپریل 2026

    د حماس غورځنګ د القسام لوا وياند ابو عبیده: د ایران، لبنان او یمن د مجاهدینو بریدونه د طوفان الاقصی د عملیاتو غځیدل دي، چې له غزې پيل شوي وو

    5 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس غورځنګ د القسام لوا وياند ابوعبیدة: موږ له وسله وال پوځي یرغل او ښکاره زورواکۍ سره مخ یو چې په توغندیو او راکټونو سره د ملګرو ملتونو منشور ټوټې ټوټې کوي

    5 اپریل 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پیل شوې

    5 اپریل 2026

    د حماس غورځنګ د القسام لوا وياند ابو عبیده: د ایران، لبنان او یمن د مجاهدینو بریدونه د طوفان الاقصی د عملیاتو غځیدل دي، چې له غزې پيل شوي وو

    5 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،139 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،088 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،167 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.