د غور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس رسنیو ته ویلي، چې راتلونکی کال کې به د دغه ولایت په لریو پرتو سیمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همغږۍ د ۳۵ نوي سایټونو د فعالېدو چارې پیل شي.
د معلوماتو له مخې، اوس مهال په غور ولایت کې ۵۸ مخابراتي سایټونو فعال او انټرنټي خدمات وړاندې کوي.