راپورنه وایي، چې د ایران حکومت پر لبنان د صهیونیستي رژیم بریدونو ته په غبرګون کې هرمز تنګی د هر ډول کښتیو د تګ راتګ پر مخ تړلی.
د ایران فارس خبري اژانس په یوه راپور کې ويلي، چې له نن سهار راهیسې یواځې دوې کیښتۍ د ایران په اجازه له هرمز تنګي تېرې شوې؛ خو دغه لړۍ پر لبنان له بریدونو وروسته په بشپړه توګه درېدلې ده.
د ایران حکومت د هرمز تنګي د تړل کېدو په تړاو رسمي څرګندونې نهدي کړي.
د اسرائیلو صهیونیستي رژیم د واشنګټن او تهران ترمنځ د اوربند له هوکړې سره-سره نن چهارشنبه د لبنان پلازمېنې بیروت تر ۱۰۰ ډېر بریدونه کړي، چې په ترڅ کې ۸۰ تنو ژوند بایللی او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.
ویل شوي، په وژل شویو کسانو کې د حزب الله ډلې پخواني ویاند صادق نابلسي او یو شمېر لوړپوړي مشران هم شامل دي.
د صهیونیستي دفاع وزیر ویلي، چې د حزب الله مشر نعیم قاسم یې هم په نښه کړی و، خو نوموړی له بریده روغ وتلی دی.
