ارغوان وطنیار
له ۱۹۴۷ م کال وروسته چې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده نړۍ د میلونونو انسانانو له وژنې، معیوبیت او کډوالۍ وروسته د محاربوي جګړې له شره خلاصون وموند خو یوې بلې جګړې ته کېوتله.
له ګرمې نظامي جګړې وروسته سړه جګړه پیل شوه، خو دا باید هیر نشي چې پخوا هم سړې جګړې نړۍ د ګرمې جګړې تناره ته ورګوزاره کړه، ځکه پخوا هم تبلیغاتي جګړه په خپل جوش او خروش کې روانه وه، هټلر به ویل چې زما فوځ د نړۍ بهترین فوځ دی انګریزان او متحدان یې ترې ځان نشي ژغورلی او دوکتور ګویبلز یې خپل د تبلیغاتو وزیر مقرر کړ.
بلخوا به د فرانسې لومړي وزیر موسولیني د ایټالیې په قدرت تبلیغات کول هغه به ځان دومره لوی ښوده چې نړۍ به ترې وېره احساسوله.
همدا ډول تزار روسیې هم دا ډګر ډېر تود ساتلی و، تر هغې چې جګړه ونښته او د نړۍ محاسبې یې تغیر کړې، جرمنیان مات شول امریکا جمع متحدین فاتحان شول.
له دې پس نړۍ د سړې جګړې میدان ته کیوتله تبلیغات پراخ شول، تبلیغاتي وسایل عصري او دیجیتلي شول، نړۍ د پرلیکه رسنیو سره وصل شوه، د ګلوبلایزیشن پېر راورسید او نړۍ یې په کلي بدله کړه.
رواني جنګ د فشار د یو ابزار په توګه یو ډېره خطرناکه وسیله ده چې اوس یې د نړۍ قدرتمند هیوادونه سره اخته کړي، علماء او پوهان وايي چې رواني جګړه تر نظامي هغه ډېره خطرناکه ده ځکه چې د نظامي جګړې زیانونه او اثرات د جګړې د اختتام سره ختمیږي مګر د فکري او رواني جګړې تاثیرات تر پیړۍ وخت نیسي.
ټوله دنیا او د نړۍ غیر سیاسي خلک محاسبې په رسنیو کوي ان د اسهامو په بازارونو تاثیرات پریباسي،د توکو د نرخونو سرنوشت همدا وسایل او وسیلې ټاکي، نړۍ خپل قدرتنمايي او زورنمايي له همدې لارې کوي او له همدې لارې غواړي چې خپل رقیبان په سیاسي ډګر کې ګونډه کړي.
تاسې ګورئ شمالي کوریا د توغندیو په ازمویلو د غرب چیغې اسمان ته پورته کوي، همدا ډول د چین اقتصادي ګراف د امریکا پښې لړزوي.
د روسانو د تجهیزاتو او نظامي شوبلو مانور غربي قوتونو ته یو ډول التماتوم ورکوي، غربیان خصوصا امریکایان میلیونونه ډالر په لویو رسنیو مصرفوي ترڅو د نړۍ په سیاست راج وچلوي، د ټولې سترګې د تلویزیون پر سکرین ښخې وي چې اوس به امریکا زمونږ په سرنوشت کومه پرېکړه کوي.
کوم کال چې امریکا د نړۍ لپاره خپله ستراتیژي اعلانوي سلګونه او زرګونه رسنۍ ورته مختص کیږي، د امریکا له سټیجه د هرې پالیسۍ اعلان د ټولو هیوادونو سیاستونه ننګوي، یعنې امریکا په نړۍ توغندي نه واروي بس رسنۍ دي چې هوا ورکوي او دا هوا یوه طوفاني هوا وي.
تاسې تېره ورځ په بدخشان کې یوه کوچنۍ واقعه او سوءتفاهم ولیده او د دې کوچنۍ قضیې پراخ انعکاس هم ولیدل شو، د غزې غمیزه دومره پراخ غبرګون نه درلود څومره چې بدخشان کې هغه واقعه تصویر شوه.
نو رسنۍ د نړۍ په رده بندي کې څلورم قوت ښودل شوی خو زه د معنی په لحاظ اول قوت ګڼم، رسنۍ نشو مهارولی مګر ورته مقابله یې کولی شو.