د پرځېدلي جمهوریت د شل کلن حاکمیت پر مهال، د یرغلګرو په مشري او همکاري په باګرام، پُلچرخي، د ملي امنیت په مرکزي او ولایتي زندانونو کې رواني شکنجه معمول ګرځېدلی و او پر بندیانو د فشار په موخه، د بشري جنایت د حربې په ډول خورا ډېره استفاده ترې کېده.
ذهني او رواني شکنجه، انساني کرامت ته د سپکاوي له امله، له بشري حقونو ښکاره نقض بلل کېږي؛ د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کنوانسیون (Convention Against Torture) د هر ډول شکنجې، په شمول د رواني شکنجې منع اعلان کړې. همدا راز د بشري حقونو نړیواله اعلامیه (Universal Declaration of Human Rights) وايي، هیڅوک باید د شکنجې یا ظالمانه، غیر انساني یا هم سپکوونکي چلند تر سزا لاندې رانه وستل شي.
د پرځېدلي جمهوریت په ټولو زندانونو کې د رواني شکنجې ښکاره نمونې وې، ځینې یې د نمونې په توګه یادولای شو:
۱ – د ویرې خپرول؛ د بندیانو کورنیو ته د ګواښونو په متوجه کولو بندیان وېرول کېده، تر څو په زور تپل شوی اقرار ومني، بندیان د سختو فزیکي شکنجو په ورکولو ګواښل کېدل او همدا راز د نورو بندیانو په مخ کې یوې ډلې بندیانو ته سخته فزیکي شکنجه ورکول کېده، تر څو نور بندیان و وېروي او په اسانۍ ټول ناسم اطلاعات پر ځان ومني.
۲ – تنهايي او انزوا؛ د هغه بندیانو لپاره په تیاره تکاویانو او بلاکونو کې، ډېر واړه اطاقونه جوړ شوي وو، داسې چې د همسایه بندي ته یې هم غږ ونه رسېږي او د ژوند ډیري اولیه اړتیاوې یې په همدې واړه اطاق کې پوره شي. په دغه اطاقونو کې بندي میاشتې، حتی کلونه ساتل کېده، تر څو په یوازې والي او انزوا کې په ذهني لحاظ شکنجه شي.
۳ – د خوب مخنیوی؛ د خوب ډېر کمښت د انرژي کمېدو، اضطراب، خپګان، فشار او نورو رواني ناروغیو د پیدا کېدو لامل ګرځي. د دې لپاره چې بندیان په رواني ناروغیو اخته شي، اجازه نه ورکول کېده چې منظم خوب وکړي، ډېری وخت به د شپې په نیمايي کې د تحقیقاتو لپاره بېول کېده.
۴ – د عقیدې او فکر سپکاوی؛ دا چې په لویو او مهمو زندانونو کې مشري د یرغلګر ځواکونو په لاس کې وه، له همدې امله د بندیانو د رواني شکنجې په موخه د دوی د عقیدې او مقدساتو سپکاوی کېده؛ دا چارې د باګرام زندان تر څنګ د ملي امنیت په زندانونو کې هم په پراخه کچه ترسره کېدې. د مقدساتو د سپکاوي پېښې زیاتي وې، خو د مثال په توګه په باګرام زندان کې د قرآن کریم توهین یادولای شو.
۵ – ذهن مغشوشول؛ بندیانو ته د دوی په اړه د ناسمو اطلاعاتو ارائه کول، ډېر وخت بې برخلیکه پرېښودل، بندي ته د هغه د کورنۍ په اړه ناسم معلومات ورکول او څو نور موارد د بندي د ذهن مغشوشولو په موخه ترسره کېدل، تر څو بندي ته د شکونو په پیدا کولو سره، په رواني ناروغیو اخته کړي.
د جمهوریت په زندانونو کې د بندیانو د رواني شکنجې په اړه خورا ډیري بڼې تطبیق کېدلې، داسې بڼې چې په تېر کې هیڅ رژیم او اشغالګر نه وې تطبیق کړې؛ دا شکنجې په داسې وخت کې ترسره کېدې، چې د ملګرو ملتونو په شمول، ټولو نړیوالو سازمانونو ته مستند شواهد او اسناد رسېدلي وو، خو نه یې په اړه پلټنې وکړې او نه یې هم دغه لوی مجرمين محاکمه کړل.
د ملګرو ملتونو په څېر نړیوالو سازمانونو لپاره د بې پریتوب اصل مراعتول، د دغه سازمانونو د منشور مهمه برخه ده؛ باید د تېرو دوه لسیزو، نړیوال او د جمهوریت داخلي جنایت کاران د عدالت مېز ته ور کش کړي او د ټولو هغه جرمونو په اړه محاسبه ورسره وکړي، چې پر بې ګناه افغانانو یې په زندانونو کې ترسره کول.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.