د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د روان زیږیز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې له افغانستان څخه د ۲۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۹۶ زره ټنه صادارات هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې، چین، برېټانیا، جرمني، کاناډا او ازبېکستان ته شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ډيری وچه میوه هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې، چین، برېټانیا، جرمني، کاناډا او ازبېکستان ته صادرېږي.
په ورته وخت د وچې میوې ځینې سوداګر وايي، د صادراتو د زیاتوالي لپاره اړتیا ده چې د پروسس په برخه کې یې اسانتیاوې رامنځته او دې برخې ته افغان حکومت لا ډېره توجه وکړي.