
د پنجشېر ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت د رهبرۍ په هڅو په روان ۱۴۰۴ کار کې پر مستحقو او زیانمنو هېوادوالو ۳۰ میلیونه افغانۍ وېشل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په دغو مرستو کې خوراکي، غیر خوراکي توکي او نغدي پیسې شاملې دي، چې د ولایت په اووه ولسوالیو کې پر خلکو وېشل شوي دي.
د پنجشېر والي ویلي، چې افغان حکومت د خلکو د لاسنیوي او ملاتړ په برخه کې ځان ژمن بولي او په دې برخه کې یې عملي اقدامات کړي دي.
پر دې سربېره د پنجشېر ولایت مقام او ملي سوداګرو په همغږۍ یواځې د روژې په مبارکه میاشت کې پر ۲۰ زره کورنیو خوراکي توکي وېشل شوې دي.
د ویلو ده، چې نن (شنبه) د روشن مخابراتي شرکت له لوري هم دې ولایت کې پر ۶۰ بېوزله کورنیو پنځه قلمه خوراکي توکې وېشل شوي دي.

