د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې د تېرو نهو میاشتو پر مهال افغانستان له چین سره د ۵۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.
د ياد وزارت په وينا په دې سوداګریزه راکړه ورکړه کې تر ډېره افغانستان له چین توکي وارد کړي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده هیلهمندي ښيي چې د چین له لوري پر ۹۷ سوداګریزو اقلامو د تعرفې لرې کولو سره به د کابل او بېجینګ تر منځ اقتصادي اړیکې لا وده وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین بیا چین ته د افغانستان صادراتو برخه کې شته ستونزو ته په اشارې سره غواړي چې د اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره دې لا هڅې وشي.